1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د سولې خبرې ولې او څرنګه په ټپه ودریدې؟

۱۳۹۸ شهریور ۲۱, پنجشنبه

که څه هم د طالبانو مشران له طالبانو سره د یوه تړون پلویان ول، خو د هغوی په ډله کې ځینو غوښتل دا کار ژر وشي. د امریکا او طالبانو تر منځ د میاشتو خبرې اترې تیره اوونۍ ترمپ لغوه کړې.

https://p.dw.com/p/3PSVm
Doha  Intra Afghan Dialogue Afghanistan Konferenz
انځور: AFP/K. Jaafar

په قطر کې د طالبانو مرکچیان د خپلې شورا له مشرانو سره په دې اړه د نظر اختلاف لرل چې ایا امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړي او که نه. د یوشمیر هغو طالبانو په حواله چې خبرو اترو ته نزدي دي، د طالبانو د رهبري شورا د دې مخالف وه چې د دوحي د دفتر یو پلاوی دې کمپ دیوید ته سفر وکړي. هغوی د قطر د دفتر هغو غړو ته په غوسه شوي هم ول، چې امریکا ته د سفر لیواله ول.

طالبانو له څه کم یوه کال راهيسي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو له مرکچیانو سره چې مشري یې زلمی خلیلزاد، کوي، خبرې اترې وکړې. د دوحې د دفتر ویاند سهیل شاهیل، تائید کړې ده چې امریکایانو طالبانو ته د اګست میاشتې په پای کې امریکا ته د سفر بلنه ورکړې وه.

طالبانو د امریکا د سفر بلنه ومنله، خو ویې ویل چې لومړی باید په قطر کې د واشنګټن او دې ډلې تر منځ تړون لاسلیک شي او تر هغه وروسته بیا دغه ډله امریکا ته سفر کوي. طالبانو دا هم غوښتي ول چې د تړون د لاسلیکدو پر مهال دې د پاکستان، روسیې، چین او یو شمیر نورو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د شاهدانو په څیر حضور ولري.

دا لومړۍ ځل نه وو چې په قطر کې د طالبانو د مرکچیانو او د شورا د غړو تر منځ اختلافات رامنځ ته شول. د دواړو اړخونو تر منځ د اختلافاتو خبره د طالبانو یو شمیر غړو هم تائید کړې ده، خو هغوی نه دي غوښتي چې نومونه یې بربنډ شي.

څو میاشتې مخکې هم شورا د دوحې د دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر، هغه پریکړه رد کړې وه چې له مخې یې امریکا ته له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو له پا ره څوارلس میاشتې وخت ورکړل شوی وو. شورا ملا برادر ته ویلي ول چې دغه پریکړه نه مني او دا چې نور هغه په یوازې سر دغه شان پریکړې نه شي کولی.

پر دې سربیره د طالبانو یو شمیر چارواکو ویلي دي چې که څه هم د ځینو موضوعګانو په اړه د نظر اختلافات موجود ول، خو بیا به هم د دوحي د دفتر غړو د تړون د هر ټکي په اړه د شورا له غړو سره بحث کاوه، یا به یې هغوی قانع کول او يا به یې خپله قناعت کاوه.

له ویدرو ویلسن څیړنیز مرکز څخه مایکل کوګلمن، وایي چې د طالبانو تر منځ همدا بحثونه د دې لامل شول چې د دې ډلې مشران د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړي. هغه زیاتوي: «لوړ پوړو طالبانو نه یوازې د مذاکراتو ملاتړ وکړ، بلکي د هغوی په پرمخ وړلو کې يې هم مرسته وکړه.»

د کوګلمن په خبره، که څه هم د طالبانو په منځ کې بیلابیلې ډلې موجودې دي، خو هغوی د سولې په برخه کې یو واحد نظر لاره. هغه وایي: «دا هغه څه دي چې موږ یې د افغان حکومت او آن د ترمپ ادارې په اړه نه شو ویلی.»

ملا برادر، آن د امریکا متحده ایالاتو تر لیوالتیا مخکې، هڅه کړې وه چې له افغان حکومت سره سوله وکړي. هغه په ۲۰۱۰م کال کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي، سره اړیکه نیولې وه او د سولې په اړه یې خبرې کړې وې. خو کله چې پاکستان په دې کار خبر شو، نو د هغه پر ضد یې له «سي آی اې» سره ګډ عملیات وکړل او برادر یې اته کاله په زندان کې واچاوه. دا سزا هغه ته د سولې په بهیر کې د اسلام آباد د له پامه غورځولو له کبله ورکړل شوه.

کرزی تر دې مخکې اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي ول چې لږ تر لږه دوه وارې یې له امریکا او پاکستان څخه د ملا برادر د آزادي غوښتنه کړې وه، خو دا غوښتنه یې رد شوې وه.

امریکایانو په ۲۰۱۳م کال کې له طالبانو سره د سولې د بحثونو د پیلولو هڅې وکړي. خو تر ټولو مهم پړاو هغه مهال پیل شو چې واشنګټن زلمي خلیلزاد، د افغانستان د سولې له پاره خپل ځانګړي استازی وټاکه او هغه تر اوږدو مذاکراتو وروسته چې نهمه پړاوه او څه کم یو کال يې دوام وکړ، له طالبانو سره په اصولو کې پر یوه تړون باندې موافقه وکړه.

دغه تړون بیا د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا لغوه شو. د امریکا د سولې له انستیتوت څخه اندریو ویلدر، وایي: «زما یوه اندیښنه دا ده چې که خبرې ژر بیرته پیل نه شي، نو هغه ډیر پرمختګ چې خلیلزاد کړی او په پایله کې یې د افغانستان د سولې په تړاو یو قوي د نظر اتفاق رامنځ ته شوی، له منځه تلی شي.»

(ms/nz (ap