1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوماليي سمندري غله نړيوال تجارت ته ګواښ کوي دوه مليونه ايرو د يوي بيړي د خوشي کولو په بدل کي

۱۳۸۸ مرداد ۱۹, دوشنبه

د آلماني بيړي کيپتان، Krzysztof Kotiuk: مونږ په خپل خلاصون ډېر خوشاله يو. خو موږ ډېر ستړي هم يو.

https://p.dw.com/p/J7Ax
Hansa Stavanger نومي آلماني کښتۍ له خوشي کيدو وروسته د کنيا په بندري ښار Mombasa کي
Hansa Stavanger نومي آلماني کښتۍ له خوشي کيدو وروسته د کنيا په بندري ښار Mombasa کيانځور: AP Photo/Bundeswehr, Fregatte Brandenburg

د Hansa Stavanger نومي آلماني کښتۍ کييپتان Krzysztof Kotiuk چي کله د کنيا د بندي ښار، Mombasaته راورسېدي نو يې خوښي او ستړيا سره ګډه وه. د سومالي سمندري داړه مارانو په قيد کي د څلورو مياشتو وروسته د آلمان د تښتول سوي کښتۍ 24 سره کارکوونکي د شنبې په ورځ د کينيا د Mombasa ښار و بندر ته راوسېدل. د الماني سمندري پوځ Brandenburg نومي يوې کښتۍ د داړه مارانو د منګلو څخه راخوشي سوې کښتۍ ترMombasaپوري بدرګه کړه. د دغي Hلماني پوځي کښتۍ کيپتان Torsten Ites د راخوشي سوي کښتۍ د کارکوونکو د وضعې په هکله وويل: «زه تاسو ته دا خبر درکولاي سم چي 24 ټول کارکوونکي له ښه روغتيايي حالت څخه برخه من دي. ورو ورو د هغوي په مخښونو کي د خوښي نښاني ليدلي کيږي او په شونډو کي يي موسکا.»

د راخوشي کړل سوي کښتۍ د کارکوونکو ځيني کورني غړيپه Mombasa کي دوي ته په انتظار کي ؤ. د کومو نورو کورنۍ چي Mombasaا ته نه وې راغلي ښايي و خپلو کورونو ته د رسېدلو وروسته ورسره وويني. د پنځو المانيانو تر څنګ په دغه کښتۍ کي د نورو هيوادونو سره تړاو درلودونکي کارکوونکي هم وه د بيلګي په توګه لکه د روسيې او فيليپاين. راخوشي سوي ټوله کسان په لومړي سر کي د ممباسا و يوه هوټل ته وليږدول شول. پدغه هوټل کي د استراحت وروسته به دوي ډېر ژر خپلو هيوادونو ته ستانه سي.

د سمندري داړه مارانو او کښتۍ تښتوونکو په قيد کي برمته کړل سوو د کښتۍ کارکوونکو ته ځيني وخت په کافي اندازه ډوډي او اوبه نه ورکول کېدلې. او تښتوونکو ځيني وخت داسي تمثيل کوي چي ګواکي تښتول سوي به ووژني. د تښتول سوؤ کسانو څخه د دوي ټوله شخصي سامان لکه موبايل، کرېډيټ کارډ، جامې او نور شيان داړه مارانو اخيستي وه.

ويل کيږي چي د الماني تجارتي بېړيو شرکت چي د تښتول سوي کښتۍ څښتن شرکت دي و سمندري داړه مارانو ته يې د کښتۍ د خوشي کولو لپاره دوه مليونو ايورو ورکړي دي. دغه شرکت پدې هيله دا پيسې و سمندري داړه مارانو ته ورکړي دي چي ښايي وروسته يې د بيمې څخه بېرته تر لاسه کړي.

کله چي تښتول سوې کښتۍ د شنبې په ورځ خوشي کړل سوه نو په دولسو دقيقو کي دالماني بحري عسکر و کښتۍ ته د څرخي الوتکو په مرسته ورسېدل. خو سمندري داړه ماران ټوله د کښتۍ څخه وتلي وه. د المان د داخله وزارت د جنايي ادارې چارواکو سمدلاسه په کښتۍ کي د تښتوونکو د ګوتو د نخښو لټون پېل کړي. پدې هيله چي که يو وخت دغه داړه ماران محکمه کيږي چي ورته ثبوتونه ولري. د هغه وروسته دغه کښتۍ و د کښتۍ چلوونکو و يوه نوي ټيم ته وسپارل سوه تر څو هغه يې د سوماليې د اوبو څخه تر ممباسا پوري ورسوي.

پداسي حال کي چي په برلين کي الماني سياستوال پر دې بحثونه کوي چي څه ډول د بيړۍ تښتولو مخه ونيسي ښايي د سوماليې داړه ماران د نوي تښتونې لپاره پلانونه جوړوي. په روان مېلادي کال کي د ختيځي افريقا په اوبو کي تر دېرشو څخه زياتي کښتۍ وتښتول سولې.

انتي ديکانز/ احمد ولي اڅکزي

کتونکي: عبدالباري حکيم