1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوچي پر وړاندي د تروريستي بريدونو خبرداری

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۱۷, پنجشنبه

امريکا متحده ايالاتو په سوچي کي د المپيک د ژمنيو سياليو پرمهال په الوتکو کي د احتمالي بريدونو په اړه خبرداری ورکړی دی. دوی ويلي دي چي کېدای سي الوتکو ته د غاښو په کريم کي چاودېدونکي مواد انتقال سي.

https://p.dw.com/p/1B3TE
انځور: picture-alliance/dpa

د امريکا متحده ايالاتو څو رسنيو ويلي دي چي د دغه هیواد د اسختباراتي ادارو نوي شواهد ښيي چي کېدای سي تروريستان د غاښو په کريم او د سينګار په لوازمو کي چاودېدونکي مواد الوتکو ته قاچاق کړي او د پرواز په جريان کي بمونه ځني جوړ کړي.

د امريکا د کورني امنيت وزارت دغه خبرداری تر امریکا دباندي له نورو هيوادونو څخه روسيې ته د ورتلونکو الوتکو په اړه ورکړی دی.

د روسيې په سوچي ښار کي د المپيک ژمنۍ سيالۍ د جمعې په ورځ رسماً پرانيستل کيږي. دا په روسيه کي له ۱۹۹۱ کال راهيسي چي شوروي اتحاد سره ټوټه ټوټه سو تر ټولو ستره نړيواله راټولېدنه ده.

په الوتکو کي د چاودنو خطر
په الوتکو کي د چاودنو خطرانځور: picture-alliance/dpa

په سوچي کي د قفقاز د ياغيانو له خوا د بريدونو د ترسره کولو د ګواښ په خاطر د روسيې امنيتي ځواک د تيارسی په حال کي دي. د دغه هيواد نزدې ۱۰۰۰۰۰ پوليس، عسکر او استخباراتي مامورين د المپيک د ژمنيو سياليو امنيت ساتي.

د روسيې «لومړی درجه سرسخت دښمن» او د ياغيانو مشر دوکو عمروف په دوبي کي ګواښ کړی وو چي دغه «بازۍ به په هره بيه چي وي» ګډي وډي کړي. د تيرکال په ډسمبر مياشت کي د دغه هيواد په ولګاګراد ښار کي په ځانمرګو بريدونو کي نزدې ۳۴ انسانان ووژل سول. دغه ښار د سوچي په ۷۰۰ کيلومترۍ کي موقيعت لري.

امريکا له مسکو سره همکارۍ ته ځيګر ټکولی دی

سپيني ماڼۍ ويلي دي چي د امریکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما د سه شنبې په ورځ د ملي امنيت له سلاکارانو سره په غونډه کي ويلي دي چي له خپلو روسي همکارانو سره نژدې کار وکړي.

په دغه غونډه کي د اوباما مرستيال جو بايدن، د بهرنيو چارو وزير جان کېړي او دغه راز د ملي امنيت سلاکاره سوزان رايس ګډون کړی وو.

د امريکا متحده ايالاتو د امنيت يوه لوړ پوړي چارواکي خبرداری ورکړی دی چي د تروريستي بريدونو خطر تر سوچي ښار چي سخت امنيت يې نيول سوی دی دباندي په توره بحيره کي دی.

امريکا متحده ايالاتو توري بحيرې ته دوې جنګي کښتۍ لېږلي دي. په دغو کښتيو کي نزدې ۶۰۰ تنه ځانګړي ځواکونه دي چي د اړتيا په وخت کي عمل کوي.