1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سویلي کوریا او امریکا ستر هوایي پوځي مانورونه

۱۳۹۶ آذر ۱۳, دوشنبه

د شمالي کوريا تر وروستۍ توغنديي ازمويني وروسته امريکا متحدو ايالاتو او جنوبي کوريا پوځي هوايي مانورونه پيل کړي دي. شمالي کوریا ادعا کړې ده چې نوی توغندی يې تر ټولو پياوړی دئ.

https://p.dw.com/p/2ohq2
Südkorea und USA beginnen Luftwaffenübung
انځور: picture-alliance/dpa/YNA

پنځه ورځني پوځي مانورونه چې "Vigilant Ace" نوم ورکړل شوی دی پکښې د امریکا د امنیتي ځواکونو ۱۲۰۰۰ کسان او همداشان ۲۳۰ پوځي الوتکي ونډه لري. د سویلي کوریا د رسنیو د ناتائید شوو رپوټونو له مخې ښایي په دغو مانونورو کې امریکایي بم غورځونکي B-1B ډوله الوتکې هم ونډه ولري.

د امريکا د معلوماتو له مخې په دغو مانوورنو کې به د کوریا په ټاپو وزمه کې د دواړو هیوادونو (سویلي کوریا او امريکا متحدو ایالاتو) یوه ماموریت ته چمتووالی وازمویل شي.

د ۲۰۱۶م کال په نوامبر میاشت کې تر۱۶۰۰۰ زیات عسکرو او تر ۲۰۰ زیاتو الوتکو برخه اخیستې وه. دغه تمرینونه هر کال کیږي.

څو ورځې تر مخه شمالي کوریا یو بالستیک یا قاره یي توغندی وزامویه. دغه کار د نړیوالې ټولنې له سخت انتقاد سره مخامخ وو. له سیاسي اړخه منزوي شوي دغه هیواد د توغندي تر ازمویلو وروسته وویل چې اوس کولای شي د امريکا متحدو ايالاتو خاوره په نخښه کړي.

شمالي کوریا د لمسون یادونه کړې

د شمالي کوریا په سوله ایز ډول د بیا یو ځای کیدو کمیټې پر امريکا او سویلي کوریا باندي د یکشنبې په ورځ تور ولګاوه چې په دغو مانورونو سره په بشپړه توګه شمالي کوریا ویجاړول غواړي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د متحدو ایالاتو حکومت د یوې اتومې جګړې په لمسون تورن کړ. شمالي کوریا په منظم ډول پر متحدو ایالاتو باندې تور لګوي چې له سویلي کوریا سره د پوځي مانورونو په ترڅ کې د یوې حملې له پاره چمتو والی نیسي. خو سویلي کوریا او امريکا بیا دغه خبره ردوی.

s.r/n.z (dpa, rtr, ape, afpe)

زموږ له آرشیف څخه: