1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سویلي کوریا پخوانۍ ولسمشرې ته د۲۴ کاله بند سزا ورکړل شوه

۱۳۹۷ فروردین ۱۷, جمعه

د سویلي کوریا یوه قاضي پخوانۍ ولسمشري پارک ګیون های، له واکه څخه د ناوړي ګټي او همداراز نورو ته د ګواښ ورکولو په جرمونو محکومه کړې د ۲۴ کلونو زندان سزا يې ورته ټاکلې ده.

https://p.dw.com/p/2vaBQ
Südkorea Park Geun Hye
انځور: picture alliance/AP Photo/Ahn Young-joon

د سویلي کوريا په پلازمینه سیول کې یوه قاضي، د جمعې په ورځ د پخوانۍ ولسمشرې د دوسیې په اړه یوه اوږده پریکړه صادره کړه. په دې پریکړه کې هغې ته ۲۴ کاله بند ورکړل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې څارنوالانو پارک ته د ۳۰ کلونو بند سزا غوښتنه کړې وه.

پر بند سربیره باید پارک ۱۷ میلیونه ډالره نغدي جریمه هم ورکړي.

پارک د تیرکال له مارچ میاشتې راهیسې کله چې له واکه ګوښه شوه، د سیول په یوې توقیف خانه کې ساتل کیږي. هغې د خپلې محکمې په بهیر کې له ګډون څخه د روغتیایي لاملونو له کبله ډډه کړې وه.

پارک په ۲۰۱۳ کال کې د سویلي کوریا د ولسمشرې په توګه وټاکل شوه. هغه د دغه هيواد په تاریخ کې لومړۍ ولسمشره وه خو بیا وروسته پرې د ادارې فساد تورونه ولګول شول. له همدې کبله په سویلي کوریا کې پراخې مظاهرې وشوې چې د هغې د ګوښه کیدوه غوښتنه یې کوله. همدا مظاهرې او نور سیاسي فشارونه له واک څخه د پارک په ګوښه کیدو تمامي شوې.

پر پارک باندې تور لګول کیږي چې خپلې نزدې ملګرې چاوی سون سیل، ته یې په حکومتي چارو کې د ډیر نفوذ زمینه برابره کړې وه. ویل کیږي چې دغو دواړو د حکومتي پالیسیو د بدلون په مقابل کې په لسونو میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.

پارک د ولسمشري په توګه تر ټاکل کیدو مخکې، پنځه وارې د سویلي کوریا ملي اسامبلې ته ټاکل شوې وه. هغه د پخواني دیکتاتور پارک چونګ هي، لور ده چې له ۱۹۶۱م کاله یې تر ۱۹۷۹م کاله پورې پر سویلې کوریا حکومت وکړ.

پارک د ۲۰۱۶م کال په مارچ میاشت کې د سویلي کوریا د اساسي قانون محکمې له خوا له واکه ګوښه شوه او په دې ترتیب سره یې خپل مصئونیت هم له لاسه ورکړ.

د پخوانۍ ولسمشرې ملګرې چاوی هم د همدې محکمې له خوا په فبروري میاشت کې په شلو کلونو زندان محکومه شوې وه. د پارک په قضیه کې په ښکیلو کسانو کي د سمسونګ شرکت وارث لي جیانګ، هم شامل وو چې تیرکال ورته د پنځو کلونو بند سزا ورکړل شوې وه. که څه هم د استیناف په پایله کې دغه سزا لومړی راکمه او بیا لغو شوه، خو د سمسونګ شرکت د خاوند دغه بډای زوی بیا هم یو کال په زندان کې تیر کړ.

m.s/z.n (AP, Reuters)