1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سویډن ملکې د ځوانو مهاجرو له پاره نوی پروگرام پیل کړ

۱۳۹۶ مهر ۶, پنجشنبه

د سویډن ملکې سېلویا د چهارشنبې په ماځیگر د جرمني د مایناو په جزیره کي د ځوانو مهاجرو له پاره یو نوئ پروگرام پیل کړ. په دغه پروگرام کي د نورو ترڅنگ ځوان افغانان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/2kqRH
Deutschland Staatsbesuch Königin Silvia und König Carl XVI Gustaf von Schweden
انځور: Reuters/A. Schmidt

ملکې ددغي جزیرې د «واپن زال» په نامه سالون کي له ۱۴ کلنۍ څخه تر ۱۶ کلنۍ پوري هغو لسو نوو ځوانانو سره وکتل، چي د نورو ترڅنگ یې د سوریې او افغانستان څخه پناه راوړې وه. له دوی سره به د «گيشویستر سکول» د مکتب څخه  لس نور د عین سن درلودونکي ځوانان یوکال افتخاري عملي کومکونه وکړي او د مینتور مؤسسې له خوا به تمویل سي.

په جرمني کي د مینتور مؤسسې د څانگي اداري آمرې زېلبیا پیریڅ وویل چي ددغي پروژې هدف بې له موانعو څخه د ۱۳ کلنۍ څخه تر ۱۷ کلنیو پوري ځوانانو ممکنه مدغمیدل دي. د نورو ترڅنگ به له دغه سن ځوانانو سره د الماني ژبي په زده کړو، د مکتب درسونو او یا سپورټي کلبونو کي د شاملیدو په لار کي کومکونه وسي.

د جرمني په هایدل بیرگ کي زیږیدلې د سویډن ملکه، چي په عین حال کي د مینتور مؤسسې رئیسه هم ده، د آلمان خبري آژانس ته وویل چي د ادغام موضوع په سویډن کي همدا ډول مهمه ده، لکه په جرمني کي. تر ټولو بیا دا ډیره مهمه ده، چي د هغو کوچنیانو او نابالغه کسانو پالنه وسي، چي بې له والدینو څخه یوازي راغلي دي.

ملکې د صدراعظمي انګيلا ميرکل د هغی مشهوري جملې په باب،چي «موږ پر بریالي کیدلای سو» وویل: سړئ باید کلکه اراده ولري او بیا نو «پر برلاسي کيدلای سي».

زموږ له ارشيف څخه: