1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سينې سرطان په پيدا کېدو کي چاپيريال رول لري

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۲ آبان ۲۱, سه‌شنبه

د یوه نوي تحقیق نتيجې ښيي چې په کم عمره نجونو کې د سینې سرطان د وراثت له امله نه، بلکې اتیا سلنه د محیطي عواملو له کبله پيدا کیږي. د دغې څېړنۍ په نتیجه کې نور نوي معلومات ترلاسه شوي دي.

https://p.dw.com/p/1AFnP
انځور: AP

په ښځو کې د سینې سرطان د پیدا کیدو په برخه کې چاپیریال تر کومي اندازي پوري رول لري؟ په دې هکله په ۲۰۰۴ میلادي کال کې یوه څېړنه پيل شوه. په دې څیړنه کې د امریکا متحده ایالاتو نزدې ۱۲۰۰ ښځینه زده کوونکو برخه اخیستې وه.

په هغه وخت کې د دغو نجونو عمرونه د شپږو او اتو کلونو تر منځ ول. که څه هم د دغو نجونو له ډلي څخه هیڅ یوه يي هم د سرطان ناروغي نه درلوده خو د دغه تحقیق له امله ساینس پوهانو د ډیرو مهمو مسایلو په اړه معلومات ترلاسه کړل.

په امریکا کې د« نیشنل انستیتیوت اف ان وایرمنټل هیلت ساینس» د پروګرام مشر لیزلې راینلب، ویلې دي چي د دغي ناروغۍ د رامنځ ته کیدو په برخه کې د چاپيریال د رول معلومولو له پاره د نجونو د بلوغ مرحلې ته ډیره پاملرنه شوې ده، او دا ځکه چي تر وخت مخکې د نجونو بلوغ ته رسیدل د سرطان د تشخیص په برخه کې تر ټولو اغیزمن رول لوبوي.

د بلوغ په مرحله کې د ډیرو غوړو«چربۍ» استعمال د سرطان د پيدا کیدو خطر زیاتوي
د بلوغ په مرحله کې د ډیرو غوړو«چربۍ» استعمال د سرطان د پيدا کیدو خطر زیاتويانځور: picture-alliance/dpa

د دغې څېړنې د ترسره کولو هدف دا وو چې د وینې او ادرارو د معاینه کولو په وسیله دا معلومه کړي چې په مختلف چاپيریال او په ځانګړي ډول له کیمیاوي موادو سره په تماس درلودونکو نجونو کې د بلوغ پر مهال او له هغې څخه په وروسته دوره کې د سینې د سرطان پيدا کیدو پر امکاناتو څومره اغیز کوي.

د دغي څېړني په نتیجه کې معلومه شوه چې په ۴۰ سلنه نجونو کي د بلوغ عمل پيلیدل په اته کلنۍ کې شروع شوی وو چې د راینلب، په خبره دا د حیرانیا وړ خبره ده.

تیره اوونۍ د همدغو نجونو په هکله په یوه ورځپاڼه کې لیکل شوي ول چې چاغښت مخکې له وخت څخه د سینې د غټیدو په برخه کې مهم رول لوبوي.

د دغي څېړنې په نتیجه کې دا هم معلومه شوه چې د مختلفو سیمو د نجونو په وینه کي د کیمیاوي موادو اندازه هم توپير کوي. تر څېړنو لاندي نيول شوي یو شمېر نجوني د هغو سیمو اوسیدونکي وې چي د کورو تر څنګ يي د صنعتي فابریکو د شتون له امله د څښاک اوبه ککړي شوي وې. ځکه نو د نورو په اندازه د دغو نجونو په وینه کې د کیمیاوي موادو اندازه لږ زیاته وه.

لیزلې راینلب، چې د «بریسټ کینسر اینډ انوایرمنټ ریسرچ پروګرام» مشر هم دی، د دغې څېړنې د پایلو په هکله وویل:«په کم عمره نجونو کې اکثره وختونه د سیني سرطان د کورنۍ له خوا نه انتقالیږي، بلکې نږدې۸۰ سلنه محیطي عوامل په دې کې رول لري.»

د یادوني وړ ده چې د دغې ناروغې تر ټولو مهم تحریکوونکي عوامل عبارت دي، تر وخت مخکي بلوغ، په لوړ عمر او ځنډ سره د کوچنیانو زیږول، ډیر شراب څښل، او د لایزر شعاوي.

په ښځو کې د سینې سرطان د پیدا کیدو په برخه کې چاپیریال څه اغیز لرلای شي؟ د دې خبري د معلومولو له پاره پر یو شمیر موږکانو هم تجربې وشوې. په دغو تجربو کې موږکانو ته ډیر غوړ خواړه ورکړل شوي دي.

له دې تجربې څخه معلومه شوه چې د بلوغ په مرحله کې د ډیرو غوړو«چربۍ» استعمال د سرطان د پيدا کیدو خطر زیاتوي. که څه هم وروسته بیا د لږ غوړ درلودونکي خواړه وخوړل شي. تر اوسه پوري دا نه ده معلومه چې پر حیواناتو ترسره شوې دغه تجربه د انسانانو په برخه کې هم صدق کوي او که نه.