1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سي آی آې مشر په پټه د شمالي کوریا له مشر سره لیدلي

۱۳۹۷ فروردین ۲۹, چهارشنبه

امریکایي رسنیو خبر ورکړی دی چې د دې هیواد د مرکزي استخباراتي ادارې یا CIA مشر مایک پومپیو، شمالي کوریا ته تللی او هلته یې د دې هیواد له مشر کیم جونګ اون، سره لیدلي دي.

https://p.dw.com/p/2wELO
CIA Direktor Mike Pompeo
انځور: Reuters/L. Millis

ویل کیږي چې د امریکا متحدو ایالاتو د مرکزي استخباراتي ادارې مشر مایک پومپیو، چې اوس د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت له پاره کانديد دی، د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره د ایستر د روخصتیو پر مهال لیدلي دي. زیاته شوې ده چې پومپیو د کیم او دونالد ترمپ د یوه راتلونکي احتمالي لیدنې له پاره زمینه برابره کړې ده.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ هم ویلي ول چې دوی له شمالي کوریا سره په لوړه کچه ملاقات لرلي دي. له دې سره تایید شوې ده چې د می میاشتې تر پایه پوره د ترمپ او اون تر منځ د احتمالي لیدنې له پاره چمتوالی پیل شوی دی.

په وروستیو وختونو کې رامنځ ته شوي پرمختګونه:

  • ترمپ خبریالانو ته ویلي وو: «موږ له شمالي کوریا سره په لوړه کچه مستقیمې خبرې کړي دي، په ډیره لوړه کچه.»
  • امریکایي رسنیو د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د مرکزي استخباراتي ادارې مشر شمالي کوريا ته د سفر په ترڅ کي د هغه هيواد له مشر سره لیدلي دي.
  • ترمپ دا هم ویلي دي چې په دې ډاډه نه دی چې د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو لیدنه به کامیابه وي او که آن ترسره به شي او که نه: «موږ به یا یوه ډیره ښه غونډه ولرو او یا خو به غونډه هیڅ ښه نه وي... دا هم کیدای شي چې موږ به هیڅ سره و نه وینو.»
  • ترمپ له هغي پوښتنې چې آیا له اون سره پخپله خبرې کړي او که نه؟ ډډه وکړه، خو ټينګار يې وکړ چې فکر کوي راتلونکې احتمالې لیدنه یو ښه چانس دی: «زه فکر کوم چې د نړۍ د یوې ستونزې د حلولو یو ښه چانس موجود دی.»
  • د ترمپ په خبره د غونډې د ترسره کیدو له پاره پنځه ځایه په پام کې نیول شوي دي.

ترمپ په مارچ میاشت کې د شمالي کوریا له مشر سره د لیدنې وړاندیز ومانه چې هدف یې د شمالي کوريا پر اتومي پروګرام باندې خبرې کول دي. د ترمپ او اون تر لیدنې وروسته به د شمالي او سویلي کوریاو مشران هم سره وویني. ترمپ ویلي دي چې هغه د دواړو کوریاو تر منځ د خبرو اترو ملاتړ کوي.

زموږ له ارشيف څخه

mj/nz (AFP, AP, dpa)