1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سپتمبر د يوولسمي د بريدونو د تورنو کسانو محاکمه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۷, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14qnP

د امريکا پر متحده ايالاتو د سپتمبر د يوولسمي د بريدونو پر مرکزي تورنو کسانو د شنبې په ورځ پوځي محاکمه پېل سوه. د مرکزي تورن کس خالد شېخ محمد تر څنگ پر څلورو نورو تورنو کسانو چي پکښي رمزي بن الشيب هم شامل دئ د کيوبا په گوانتانامو بې کي رسمي تورونه ولگول سول. دغه محاکمه پسله درې کاله ځنډ څخه پېل سوه او خالد شېخ محمد د خپل بيان د ثبتولو څخه انکار وکړ. هغه د خپل وکيل په ژبه وويل چي په زندان کي شکنجه سوی دئ او په دې باور نه لري چي دغه محاکمه به عادلانه وي. دوهم تورن کس رمزي بن الشيب بيا په لوړ ږغ سره د محاکمې جريان اخلال کړ. قاضي ورته وويل چي وروسته به د خبرو کولو موقع ورکړل سي خو بن الشيب وويل چي ښايي تر هغه وخته دی وژل سوی وي او وروسته داسي وښودل سي لکه ما چي گويا ځان وژلی دی. د تورنو کسانو وکيلانو ويلي دي چي ښايي دغه محاکمه کلونه په بر کي ونيسي. تورن کسان د مرگ له سزا سره مخامخ دي. د ۲۰۰۱ مېلادي کال د سپتمبر د يولسمي په بريدونو کي شاوخوا ۳۰۰۰ انسانان ووژل سول.