1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سپتمبر د ۱۱ په اړه افغانان څه نظر لري

۱۳۹۱ شهریور ۲۱, سه‌شنبه

پر نیویارک او واشنګټن باندي د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د مياشتي پر یوولسمه نېټه د بریدونو یوولس کاله پوره شول. اوس ویل کیږي چي د سپتمبر تر یولسمي وروسته نړۍ خوندي شوې ده او یو شمیر ترهګر سازمانونه له منځه تللي دي.

https://p.dw.com/p/166WR
انځور: AP

تر دغو بریدونو څو میاشتي وروسته په افغانستان کي د طالبانو واکمني ړنګه شوه او افغانستان ته د نزدې څلويښتو هيوادونو سرتيري ولېږل سول. خو هغه هدفونه چي ټاکل شوي ول، تر اوسه پوري ټول نه دي تر لاسه شوي.

د کارپوهانو په اند طالبان د نزدې یوې لسیزي په تیریدو سره یو ځل بیا د دغه هيواد ډيرو سیمو ته په ګواښ بدل  شول، او دغه  ګواښونه هغه وخت جدي وګڼل شول چي بهرنیو ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو ستراتیژي او مهال ویش اعلام کړ.

د دوی په خبره په افغانستان کي فقر، بې ګاري، په حکومتي ادارو کي اداري فساد او د پوځي عملیاتو او چاودنو پر مهال د  ولسي خلکو مرګ ژوبلي د روان بهیر پر وړاندي خلک بې باوره  کړي دي.

خو له دې ټولو نیمګړتیاوو سره سره بيا هم یو شمیر کابل ښاریان اوسنی حالت د طالبانو د واکمنۍ په پرتله ډیر ښه او د ستاینې وړ بولي.

د کابل ښار یوې اوسیدونکي چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل سي دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل:«اوس خوشحاله یو، خپلواکي لرو، هیڅ ډار نسته، موږ داسي تصور نه کاوه چي یوه ورځ به داسي آزادي ولرو. د طالبانو په وخت کي به موږ وهل کېدلو، ډبولو به ئې آزادي نه وه، تلویزیون نه وو، راډیو نه وه.»

د کابل یو بل اوسیدونکی نصرت الله چي د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ئې په ايران کي په کډوالۍ کي ژوند کاوه وايي، افغانستان ورځ په ورځ پرمختګ کوي، هغه د سپتمبر يوولسمي د پیښي په اړه وايي:

«هغه ورځ مې ښه په یاد ده، تلویزیون ته ناست وم، دوې الوتکي راغلې او يوه په بلي پسې له ودانیو سره وجنګیدې، ما فکر کاوه چي دا به عادي پیښه وي، خو وروسته معلومه سوه چې  پیښي ډیري زیانونه واړول او حتی نړیوال غبرګونونه ئې را وپارول او نړۍ ئې ولړزوله او ستر او بنیادي تغیرات ئې په افغانستان کي رامنځته کړل.»

افغانستان د طالبانو تر نسکوریدو وروسته دوې ولسمشریزي او دوې دورې پارلماني ټاکني چي د اوسني دولت لويي لاس ته راوړني بلل کیږي تر سره کړې.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، چي په تیرو څو کلونو کي له ترهګرو سره په نړیواله جګړه کي د پام وړ پرمختګونه سوي دي او نړۍ نور د سپتمبر د يوولسمي له بریدونو څخه دمخه نړۍ په څير نا امنه نه ده.

یو شمیر افغانان بيا په دې اند دي چي افغانستان یو ځل بیا پر شاتګ ته مخه کړې ده او د کمزوري حکومتي ادارې او مافیايي کړیو د برلاسي په صورت کي به افغانستان یو ځل بیا ترخه تجربه و ازمایی. د کابل ښار یو تن اوسیدونکی عبدالغفار وايي: «افغانستان بيرته د ترهګرو او سیاسي مافیا منګولو ته لوېدلی دئ او دغي مسئلې د نړیوالي ټولني د لسو کلونو هڅو نتيجه صفر کړې ده.»

د یادولو وړ ده چي شاوخوا یوولس کاله دمخه امریکایي چارواکو د سپتمبر د یوولسمي د بریدونو پړه د القاعدې پرشبکې واچوله او د هغه مشر هغه مهال په افغانستان کي د طالبانو «مېلمه» وو.

د امریکا د هغه مهال ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر اوومه نېټه پر افغانستان باندي د يرغل کولو امر ورکړ او د طالبانو د رژيم د نسکوره کېدلو په موخه هوايي بمبارۍ پيل شوې، او ډير ژر د طالبانو رژيم رنگ او په افغانستان کي منځمهاله حکومت جوړ شو.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل