1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سپيني روسيې د ولسمشرۍ پر پخواني کانديد بند راووتی

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۶, دوشنبه

د سپينې روسيې زورواکی حکومت پخپل وړاندي هيڅ ډول مخالفت نه زغمي. هغه کسان چي پر حکومت نيوکي کوي ورته سختي سزاوي ورکول کيږي. د ولسمشر لوکاشېنکو پر مخالف اندرې سانيکوف هم اوس بند راوتلی دی.

https://p.dw.com/p/11GdA
اندرې سانيکوف په محکمه کي
اندرې سانيکوف په محکمه کيانځور: AP

پر اندرې سانيکوف پنځه کاله د مشقت بند راووتی. گرچه د محکمې مسؤلې قاضي د څارنوال لخوا د غوښتل سوي سزا څخه کمه سزا په خپله پرېکړه کي واوروله خو بيا هم د پنځو کالو بند يوه سخته سزا ده. هغه پداسي حال کي چي دغه قضيه په څرگنده توگه يوه سياسي بڼه لري. گرچه اندرې سانيکوف نه اقرار کړی او نه يې هم د څارنوالۍ تورونه منلي دي چي د لوکاشېنکو د بيا ټاکل کېدو پر وخت يې د ناقراريو رامنځ ته کولو پلان جوړ کړی ؤ، خو بيا هم د محکمې مېرمني قاضي وويل چي دغه تورونه ثابته سوي دي.

د 2010م مېلادي کال د دسامبر په 19 مه نېټه په لسگونو زرو کسانو په پلازمېنه ميسنک کي په ټاکنو کي د درغليو پر ضد احتجاجونه وکړل. پوليسو هغه وخت د احتجاج کوؤنکو په وړاندي د زور زياتي څخه کار واخيستی کله چي د حکومتي وادنۍ ښيښې ماتي سوې. پدغه شپه په سلگونو کسان ونيول سول.

بعضي کتونکي وايي چي د دغو ناقراريو تر شا پخپله د لوکاشېنکو لاس ؤ ولي چي ده په هيواد کي په خپل وړاندي د مخ په قوي کېدونکو مخاليفينو پر ضد د اقداماتو کولو لپاره بهانه لټوله. سانيکوف د خپلې محکمې په ورستۍ ورځ وويل چي دغه ډول محکمه کونې د دې ښکاره ثبوت دی چي ريژيم د هغو بدلونونو او خوځښتونو څخه بيږيږي چي خامخا به په سپينه روسيه کي رامنځ ته کيږي. د سانيکوف وکيلي ويلي دي چي د محکمې د پريکړي پر ضد به د استناف محکمې ته رجوع وکړي. د وکيلې په وينا د سزا دغه پرېکړه غېر قانوني ده او هيڅ دلايل نه لري.

په سپينه روسيه کي د بشري حقونو د ټولنې غړی يوري جابلادسې هم پدې آند دی چي د سانيکوف او ورته محکمې يوازي د سياسي موخو له مخي تر سره کيږي:

« دلته کوښښ کيږي چي سياسي مخاليفين ژر تر ژره محاکمه او بنديان کړي. پدې توگه سره بيا ريژيم کولای سي چي خپلو کارونو ته دوام ورکړي او د سياسي بنديانو د خوشي کولو په بدل کي نوي پورونه تر لاسه کړي. لوکاشينکو و پيسو ته ډېر جدي اړ دی. معلومه خبره ده چي سانيکوف د نيکولايف په پرتله د ولسمشر د کانديد په توگه د لوکاشېنکو لپاره ډېر خطرناکه دی. له همدې وجې سانيکوف د لوکاشېنکو لپاره ډېر مهم دی.»

د سپينې روسيې پوليس د احتجاج کوؤنکو په وړاندي د تاورتريخوالي ځخه کار اخلي
د سپينې روسيې پوليس د احتجاج کوؤنکو په وړاندي د تاورتريخوالي ځخه کار اخليانځور: picture-alliance/dpa

دا چي د سپيني روسيې مشرتابه پر واک د پاته کېدلو لپاره د خپلو مخاليفينو سره څنگه ناوړه چلن کوي هغه وخت لا ښه څرگند سو کله چي نيول سوؤ مخاليفينو په محکمه کي د زهيرونو کيسې وکړې. سانيکوف وويل چي د بند پر وخت دی شکنجه سوی، وهل ټکول سوی او گواښل سوی دی. نوموړي وويل چي چارواکو ورته گواښ کړی چي که اقرار ونه کړي نو به يې ماشوم زوی د کورنۍ څخه ليري کړي او دا چي کورنۍ ته به يې زيات تاوان ورسول سي.

د سانيکوف مېرمنه ايرينه خاليف چي يوه ژورنالسته ده هم ورباندي محکمه روانه ده. څارنوالۍ د نوموړې لپاره د 2 کلنو د بند سزا غوښتې ده ولي چي دوی ورباندي تور لگوي چي د خپل مېړه سره يې د ناقراريو په رامنځ ته کولو کي کومک کړی ؤ. خو د خپلې محکمې پر وخت د سانيکوف مېرمني چي په ژورنالستي کي يې نړۍ والې جايزې هم تر لاسه کړي دي وويل چي د دې او د نورو محکمه سوؤ کسانو يوازنۍ گناه دا ده چي په احتجاج کي يې برخه اخيستې وه. نوموړې د محکمې پر وخت وويل:

« موږ هغه څه په زوره وايو چي نور خلک يې په پټه په پخلنځي کي او يا هم تر بالښت لاندي په ټليفون کي پس پسی کوي. د 70 مي لسيزي په څېر. هغه څه چي موږ سره يو کوي هغه زموږ دا هيله ده چي موږ خپل قانوني حقونه او آزادياني تر لاسه کول غواړو.»

د سانيکوف د مېرمنې د محکمې وروستۍ پرېکړه به د دوشنبې په ورځ اعلان کړله سي. د سانيکوف تر څنگ پر څه باندي شلو نورو لوکاشېنکو مخالف کسانو د بند سزاوي راوتلي دي. د شنبې په ورځ يو شمېر نور مخاليفين هم د امنيتي چارواکو لخوا نيول سوي دي.

کرسټينا ناگل / احمدولي اڅکزی
کتونکی: محمد قاسم نوري