1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د سړک د غاړي ماین اووه افغانان ووژل

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۶, یکشنبه

په فاریاب ولایت کې د سړک غاړې یوه ماین په موټر کې سپاره اووه هټیوال وژلي دي. د رپوټونو په حواله دغه هټیوال مارکیټ ته په لار وو چې موټر یې د سړک د غاړې پر ماین برابر شو.

https://p.dw.com/p/2xFhK
Afghanistan Selbstmordanschlag in Maimana Krakenwagen
انځور: Reuters

د فاریاب ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند کریم یورش، خبریالانو ته وویل چې د یکشنبې ورځې په دې پیښه کې یو کس ټپي شوی هم دی. په فاریاب ولایت کې له یوې مودې راهیسې د اسلامي دولت ډلې یا دعش او طالبانو پورې تړلي جنګیالي فعالیت لري او وخت نا وخت په دې ولایت کې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې بریدونه هم ترسره کوي.

له افغانستان څخه په رارسیدلي یوه بل رپوټ کې راغلي چې په پکتیا ولایت کې یوه موټر چاودنې دوه کسان وژلي او درې تنه نور یې بیا ټپیان کړي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت، د پیښې وویل چې د شنبې ورځې ناوخته د دغه برید هدف د حضرت محمد رودوال په نامه ولسوال وو. د نوموړي په وینا په دې چاودنه کې رودوال ټپي شوی دی. طالبانو د دې چاودنې مسوولیت منلی دی.