1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سړک د غاړې ماینونه، ملکي وګړو ته لوی گواښ

۱۳۹۱ تیر ۲۰, سه‌شنبه

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (UNAMA) وایي چې د سړک د غاړې ماینونه په افغانستان کې ملکي وگړو ته لوی گواښ رامنځ ته کړی دئ. په روانه اونۍ کې په افغانستان کې به بیلا بیلو پېښو کې زیات ملکي وگړي وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/15UTM
انځور: AP

په یوه تازه پېښه کې په کندهار کې په دوو پر له پسې چاودنو کې د ولسي خلکو دوه موټر له منځه ولاړل چې پکښې زیات شمیر کان ووژل شول.

د سړک د غاړې ماینونه ډیر وخت د زور پالو وسله والو له لوري د دوی مرکزونو او د فعالیت سیمو ته د ورغلو لارو د تړلو په موخه کارول کیږي. افغانستان د هغو محدودو هیوادونو په ډله کې دئ چې اوس هم پکښې ماینونه کارول کیږي. رسیمي شمیرې ښيي چې هر کال په افغانستان کې څه نا څه دیرش سلنه ملکي تلفات د سړک د غاړې ماینونه له کبله رامنځ ته کیږي.

د یوناما شمیرې ښيي چې په افغانستان کې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې شاوخوا ۱۸۰۰ ولسي وگړو ته د ماین چاودنو او جنگ جګړو له امله مرگژوبله اوښتې ده.

په کابل کې د یوناما ویاند نظیف الله سالارزی، وایي چې یوناما تل په افغانستان کې په جگړه کې پر ښکیلو ډلو باندې غږ کړی دئ چې له ماینونو څخه کار وا نه خلي او دملکي وگړو ساتنه وکړي:

«په افغانستان کې ډيرو ملکي وگړو ته مرگژوبله اوړي. موږ له ټولو ښکیلو غاړو غواړو چې د خلکو خونديتوب ته لومړيتوب ورکړي.»

د سړک د غاړې ماینونه د بهرنیو ځواکونو او د هغوي د افغان ملګرو پر وړاندي هم لوی ګواښ شمیرل کیږي. د ملي دفاع وزارت شمیرې ښيي چې دغه ماینونه او ناچاودي توکي د ملک له لویدیځو او سویل لویديځو پولو افغانستان ته راوړل کیږي او بیا د یاغیانو له خوا کارول کیږي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي، وایي چې د هیواد په ځینو برخو کې ئې تر سلو پوري د ماین جوړونې سترې او وړې فابریکي له منځه وړي دي خو د هغه په خبره اوس هم یو شمیر فابریکې فعاله دي.

د عظیمي په خبره د سړک د غاړې ماینونه په ارزانه بیه جوړیدای شي او له همدې کبله ئې یاغیان د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې کاروي:

«دا روښانه ده چې دا ماینونه زموږ له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته راځي. دغه ماینونه څوک افغانستان ته د هوا له لارې نه راوړي. موږ هره ورځ هغه ماینونه رسنیو ته ښیو چې د ملک له بهر څخه افغانستان ته راوړل شوي وي او زموږ د ځواکونو لاس ته ورغلي وي. په خواشینۍ سره د ماینونو د لیږدولو دغه لړۍ اوس هم دوام لري.»

د ملګرو ملتونو د رسمي شمیرو له مخې په تیرو دوو کلونو کې په افغانستان کې تر ۵۸۰۰ څخه ډیر ولسي خلک په زور زیاتیو کې وژل شوي دي.

میرویس جلالزی
کتونکی: مسعود جهش