1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سړک د غاړې پلورونکو کار باید قانوني شي»

حسین سیرت/شمس الرحمن ناصر۱۳۹۲ تیر ۲۲, شنبه

د افغانستان حکومت په پام کې لري چې د هغو زرګونو کسانو ستونزې ته د پای ټکی کیږدي چې د سړک پر غاړه مختلف توکي پلوري. د سړک د غاړي دغه پلورونکي هره ورځ د پولیسو او د ښاروالۍ د مامورینو لخوا زورول کیږي.

https://p.dw.com/p/197J0
انځور: DW

د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي چې د سړک د غاړې دغو پلورونکو د ښار نظم خراب کړی دی او له حده ډیر کثافات تولیدوي. حکومتي مسوولین وايي چې د دغو پلورونکو کار باید قانوني بڼه غوره کړي.

د کابل د ښاروالۍ خدماتي معین، انجینر خوږمن علومي، د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جولای د میاشتې دیارلسمه) په کابل کې په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې د لاس د پلورونکو اداره کول له کنترول څخه وتلي دي. هغه زیاته کړه چې د سړک د غاړې پلورونکي د لوړ پوړو دولتي ادارو مکتوبونه په لاس کې لري:

«یو کاغذ له پارلمان څخه راځي، یو له ریاست جمهوري څخه او د کار او ټولنیزو چارو د وزارت څخه هم لیکونه راځي، دا په داسی حال کې ده چې یو تن بیا څو کراچۍ لري.»

توکي پلورونکي ماشومان

په عین وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې ویلي دي چې دوی د سړک د غاړې د پلورونکو د کار د قانوني کولو په برخه کې د افغان حکومت ملاتړ کوي. د دغه ادارې د مسوولینو په خبره په دوی کې یو شمیر ماشومان د دې پرځای چې ښوونځې ته باید تللې وای د سړک پر غاړی شیان پلوري.

Vogelmarkt in Kabul Afghanistan ARCHIVBILD
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

د کابل د ښاروالۍ د مسوولینو په خبره ورځ تر بلې د سړک د غاړې پلورونکو په شمیر کې زیاتوالی راځي. د دوی په خبره ډیر شمیر خلک د بې روزګارۍ له امله له ولایتونو څخه پلازمینې کابل ته راځي.

ښاغلي علومي وویل چې د کابل د اوسیدونکو شمیر پنځه نیم میلیونه تنو ته رسیدلی دی او که چیرې په دغه ښار کې د نفوسو د ډیروالي د مخنیوې له پاره د حل لار ونه موندل شي نو په راتلونکو دوو کلونو کې به د کابل د ښار نفوس ۸ میلیونو ته ورسیږي.

د کابل د ښاروالۍ د مسوولینو په خبره د سړک د غاړې پلورونکي پخپله د کراچیو مالکان نه دي او نه هم سرمایه لري، بلکې دوی د نورو له پاره کار کوي او ورځنی مزد اخلي. علومي وویل که چیری دوی ته یو مناسب ځای وټاکل شي نو دوی به ونه زورول شي:

«که چیرې دوی په ځانګړو بازارونو کې تنظیم شي، د ناوړه استفادې، زورول کیدو او د بډو اخیستلو مخه به ونیول شي او دوی به یو دوامداره او ثابت کار پيدا کړي.»

علومي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې ډیر شمیر لوې دوکانداران خپل توکي د سړک د غاړې پر پلورونکو ویشي، چې له امله يي سړکونه او پياده روونه، د پير او پلور په لویو مرکزونو اوښتي دي. د ښاروالۍ د ارقامو پر اساس د کابل په ښار کې د ورځې یونیم میلیون او په میاشت کې ۴۲ میلیونه ډالره د همدغو کسانو په لاسونو کې ښکته او پورته کیږي.

د کابل د ښاروالۍ ، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو د پرمختیايي اداری استازو د یوه ورځني بحث وروسته د سړک د غاړې پلورونکو د کار د قانون په برخه کې د نوي پروګرام اعلان وکړ. دغه پروګرام به د ملګروملتونو د پرامختیايي اداری په مرسته تر سره کیږي.