1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سړک ويجاړول په کوم کتاب کي راغلي دي؟»

۱۳۹۱ شهریور ۲, پنجشنبه

د کندهار ولايت چارواکي وايي، چي د پنجوايي ولسوالۍ او سپيروان سيمي ترمنځ غزېدلى پوخ سړک ۶ کيلومتره نه، بلکي ۶ ميتره تخريب سوی دئ.

https://p.dw.com/p/15vTK
انځور: AP

دوې ورځي مخکي داسي راپورونه ورکړل سول، چي ددغه ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کي غزېدلی سړک د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا ويجاړ سوی دئ.

په لومړي سرکي ويل کيدل چي دغه سړک نزدې ٦کيلومتره يومخ خراب او د وسله والو له خوا پکښي ماينونه ښخ سوي دي. خوچارواکي د خراب سوي سړک اوږدوالى يوازي شپږمتره يادوي.

د پنجوايي ولسوالۍ دوو تنو اوسېدونکو په سيمه کي له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په خبرو کي وويل، چي د وسله والو مخالفينو دې کړني د ولسوالۍ خلک سخت په غوسه کړي دي.

«د دغه سړک د خرابيدولو تر ټولو لوى تاوان عاموخلګوته رسيږي. دا د افغانانو د دښمنانو کار دئ. دا په کوم کتاب کي راغلي دي، چي سړک دي خراب سي او د عامو خلکو پر مخ دي لاري بندي سي.»

د کندهار د والي وياند جاويد فيصل د ٦کيلومتره سړک د خرابوالي خبره نه مني يوازي وايي چي په سيمه کي په زوره د کلي خلګ ناڅرګندو وسله والو چي نوموړى ئې د دولت مخالفين بولي له کورونو څخه را ايستلي دي او دغه ٦متره سړک ئې په ويجاړ کړی دئ.

د ده په خبره په سړک کي د ماين ښخولو پر مهال پخپله ۵ تنو ماين ښخوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو په مشرانو جرگه کي د کندهار استازی بسم الله افغانمل بيا ددې سړک ورانول د مافيايي کړيو کار بولي او وايي، چي له دې سره يو شمير مافيايي ډلي غواړي چي د دغه سړک پر بيار غولو باندي خپل جيبونه ډک کړي.

«د دې سړک په ويجاړولو کي کيداسي، چي هغه قرارداديان هم لاس ولري، چي غواړي بيا د دغه سړک د جوړولو له پاره پيسې تر لاسه کړي.»

که څه هم د کندهار دولتي چارواکي د ياد سړک د ويجاړولو پړه پر خپلو وسله والو مخالفينو باندی اچوي، لاکن په سهيلي حوزه کي د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته د دولت دا ادعا ردکړې ده او ويلي ئې دي، چي د دوى ملګري د دغه لوى سړک په ورانولو او ماين ښخولو کي لاس نه لري.

خو اکثره وخت په افغانستان کي د سړک د غاړي ماينونو د ښخولو او چاودلو مسئوليت وسله وال طالبان پر غاړه اخلي.

محمد ابراهيم سپيڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل