1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سګریټ څکولو هغه زیانونه چې پخوا معلوم نه ول

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۱, سه‌شنبه

د یوې نوي څېړني پر اساس سګريټ ترهغه ډیر مضر دی چې په اړه يي فکر کېدی. د نویو څېړنو پر اساس د سګريټ څکولو هغه زیانونه هم را برسیره شوي دي چې پخوا څوک نه پوهیدل.

https://p.dw.com/p/1AuQX
انځور: Fotolia/ Gina Sanders

د نوو څېړنو له مخي سګریټ څکول نه یوازي دا چې انسان ته د سږو سرطان پيدا کوي بلکي د نابینايې، شکري او د ځیګر او لویو کولمو د سرطان په شان د نورو لویو ناروغیو سبب هم ګرځي.

د تیري جمعې په ورځ د امریکا د روغتیايي څېړونکو یوې ډلي د خپلو نویو څېړنو د پایلو رپوټ وړاندي کړ.

په هغه رپوټ کې چې په ۱۹۶۴ کال کې د سګریټ څکولو د تاوانونو په اړه خپور شوی وو ویل شوي ول چې سکریټ څکول د سږو د سرطان ناروغۍ سبب ګرځېدلای شي.

په امریکا کې د ناروغیو د کنترول او مخنوي ادارې (سي.ډي.سي) مشر تهامس فریډن، وايي چې د تمباکو څکول په امریکا کې تر وخت مخکي مړيني تر ټولو لوی سبب دي.

د هغه په خبره په امریکا کې اوس هم تمباکو د نیم میلیون انسانانو د مړیني سبب ګرځي. د هغه په خبره د تمباکو څکول تر هغه ډیر بد او زیان رسوونکي دي چې پخوا به يي په اړه فکر کېدی.

د دغه نوي څېړنیز رپوټ پر بنسټ د تمباکوو ډېر استعمال پر شکري سربیره د ۱۳ ډوله سرطاني ناروغیو سبب ګرځي. رپوټ زیاتوي هغه کسان چې په خپله سګریټ نه څکوي خو د سکریټ لوګي تنفس کوي په دغو خلکو کي د زړه د سکتې خطر ډیریږي.

لوی امریکايي جراح بورس لوشنیک، د سګریټو د زیان په اړه خبرداری ورکوي. نوموړی وايي چې په ننني عصر کې سګریټ په هغه اندازه خطرناکه دي چې موږ يي په اړه فکرهم کولای نه شو.

ډاکټر لوشنیک وايي:«د سګریټو جوړولو طریقه او په هغه کې مواد د وخت په تیردو سره بدل شوي دي. ځیني مواد داسې هم دي چې د سږو سرطان د رامنځ ته کیدو عمل ګړندی کوي».

د امریکا حکومت په دغه هیواد کې تر۲۰۲۰ عیسوي کاله پوري د تمباکو په استعمال کې د ۱۲ سلنه کموالي هدف ټاکلی دی، خو کارپوهان وايي چې دې موخي ته رسیدل یو مشکل کار دی.

په رپوټ کې راغلي دي چې په سګريټ څکوونکو کې د لید کمزري او یا د ړوندېدو خطر لوړ وي. سربیره پر دې د امیدواره ښځو له پاره سګريټ څکول او یا د هغه لوګی تنفس کول ډیر زیان رسوي چې له امله يي مونانيان له یو ډول نیمګړتیاوو سره نړۍ ته سترګې پرانیزي. د بېلګې په توګه د نوي زېږدلي موناني شونډه پرې وي او داسي نور.

همدارنګه امیدواري ښځي ته د مفصلونو درد پيدا کیږي او د بدن دفاعي سیستم يي کمزوری کیږي. رپوټ زیاتوي چې که د سګريټو څکوونکي فیصدي کمه نه شي نو په امریکا کې به په هرو ۱۳ تنو کوچنيانو کې یو يي په خپل راتلونکي ژوند کې د یادو شوو ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي دي چې په ځوانانو کې له سګریتو څخه د استفادې ډول د وخت په تیریدو بدلون کړی دی. له تمباکو څخه استفاده کوونکي ډیري ځوانان اوس له نیکوتین لرونکي سګريټ، د مختلفو ذایقو درلودونکي سګار او له چرسو څخه استفاده کوي.

د شنبې په ورځ د خپرې شوي یوې بلي امریکايي څېړني پر اساس په نړۍ کې د وګړو د شمېر په ډیریدو سره له تمباکو څخه د استفاده کوونکو انسانانو په شمیر کې هم زیاتوالی راغلی دی. په وروستیو درو لسیزو کې په نړۍ کې د سګریټ څښونکو شمیر له ۷۲ میلیونو څخه نزدې۹۷ میلیونو ته لوړ شوی دی.