1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سیاست ډگر ته د تیموشنکو د ستنیدو امکان

شمس الرحمان ناصر (جنفر فراسزیک)۱۳۹۲ اسفند ۱۷, شنبه

داسې ښکاري چې یولیا تیموشینکو غواړي د اوکراین مشره شي خو هغې په ښکاره ډول په دې اړه څه نه دي ويلي. نوموړی له سیاستوالو سره ښې اړیکي لري، خو د اوکراینیانو په منځ کې د ولسمشرۍ له پاره یو مناسب شخصیت نه شمیرل کیږي.

https://p.dw.com/p/1BM9T
انځور: Reuters

د اوکراین پخوانی لومړۍ وزیره یولیا تیموشنکو، یو وار بیا د سیاست ډگر ته ور ودانگل. په دې ترڅ کې هغې د کیف په میدان کې یوه مهمه وینا واوروله او له «CNN» تلویزوني شبکې سره يې مرکه وکړه. همدارنگه تیموشینکو د پنجشنې په ورځ په دوبلین کې د اروپا د محافظه پالو په گوندې غونډه کې هم گډون وکړ.

له زندان څخه تر خلاصیدو سمدستي وروسته تیموشنکو د مقاومت د ډلې د یوه ویاندې په توگه را څرگنده شوه چې د یانوکویچ د حکومت پر نسکوریدو تمام شو. اوس دا پوښتنه مطرح کیږي چې نومړې به اوس د راتلونکي اوکراین په سیاسي ډکر کې کوم رول ولوبوې.

د« پلرني وطن» په نامه د لویدیځه پلوه گوند مشرې تیموشنکو، په دوبلین کې د محافظه پالو گوندي غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې هغه له خپل ټول قوت څخه استفاده کوي. نومړی له CNN سره په مرکه کې له ځان څخه د یوه داسې کس په عنوان یادونه وکړه چې ټول مسوولیت پرغاړه لري. په کیف کې د فریدریش البرت بنسټ د دفتر مشر شتیفن مووسر، د تیموشینکو په هکله وايي: «زه دوه امکانه وینم. یو دا چې دا د پلارني هیواد مور کوښښ کوي ترڅو د بیلگی په توگه له خپلو سیاسي تجربو سره د «آنا» په ډول له سیاسي ډگر څخه د پر شاتگ کوونکي رول ولوبوې. د گوند له رهبرۍ څخه ووځي خو تاثیرگذاره و اوسي، پروا نه کوې چې کوم حکومت او یا کوم ولسمشر په اوکراین کې واک ته رسیږي. دویم امکان دا دی چې هغه له سیاست څخه په اصطلاح د ورځني بې ارزښته سیاست څخه پرشاتگ و نه کړي، بلکې وغواړي چې د ولسمشرۍ مقام ته ځان ورسوي.»

د می د میاشتې پر ۲۵ نیټه په اوکراین کې ټاکنۍ کیږي. تیموشنکو په دې هکله تر اوسه پورې خپل نظر نه دی څرگند کړی خو د بوکس پخوانی نړیوال اتل او د اوکراین د دیموکراتیک اتحاد گوند بنسټ ایښودونکی ویتالي کلیچکو، وایي چې تیموشینکو هغه ته ویلې دي چې د ولسمشرۍ له پاره د کاندیدو اراده لري.

تیموشنکو غواړي هغه وخت په دقیقه توگه په دې هکله پریکړه وکړي، کله چې نومړی له خپل روغتیايي حالت څخه ډاډمنه شي او د ولسمشرۍ د چارو پرمخبیولو توان به ځان کې وویني. دغه ۵۳ کلنه میرمنه چې په نارنجي انقلاب کې يي مهم نقش درلود دوه نیم کاله بندې وه. نومړې له ملا درد څخه رنځ وړي او په عامه محضر کې د معیوبینو پر بایسکل ډوله چوکۍ را څرگندیږي.

په اوکراین کې د موقت حکومت د جوړیدو پر مهال تیموشینکو د صدراعظمې د مقام له پاره هیڅ ډول ادعا ونه کړه، خو دا په دې معنی نه ده چې هغه په دې حکومت کې د ویلو له پاره هیڅ هم نه لري. شتیفن مووسر په دې هکله وايي: «د معلوماتو پر اساس هغې د ډیر شمیر والیانو په ټاکلو کې مهم رول درلود. دا په اوکراین کې مهمه خبره ده ځکه والیان د کیف د حکومت له خوا ټاکل کیږي. په همدې منځ کې یو شمیر والیان د هیواد په ختیځ او منځنیو برخو کې ټاکل شوي دي چې امکان لري د هغې گوندي ملاتړ کوونکي وي.»

د اوکراین په شمال او سویل ختیځ کې گومارل شوي دوه والیان هم د دوی په ډله کې شامل دي خو پوښتنه دا ده چې تیمو شینکو د ولسمشرۍ مقام ته د رسیدلو څومره چانس لري. په داسې حال کې چې لویدیځ هغه د نارنجي انقلاب یوه بیلگه بولي خو په هیواد کې دننه بیا یو شمیر خلک هغې ته د یوه لانجمن انسان په سترگه گوري. انتقاد کوونکي وايي چې تیموشینکو په ۱۹۹۰ کال کې د گازو په معامله کې درغلۍ کړې دي او ډیری پيسې يي گټلې. په برلین کې د پوهې او سیاست له بنسټ څخه شتیفن هالینگ وايي: «د هغې په هکله ډیره لویه بدگماني موجوده ده. په ټولیز ډول کولای شو ووایو چې په هر اندازه چې د هیواد ساسي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا له خطر سره مخامخیږي، په هماغه اندازه دا امکان ډيریږي چې اوسنۍ وضعه، د تجربه لرونکو سیاسي ځواکونو موجودیت ایجاب کړي چې لویدیځ او همدارنگه د روسي نخبه گانو سره ښې اړیکې ولري.»

تیموشینکو د خپلو رقیبانو په پرتله له داسې ډیرو امکاناتو څخه برخمنه ده. هالینگ زیاتوې چې د گازو د بحران پر مهال هم دا وه چې له پوتین سره یوې موافقی ته ورسیدله.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب