1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شاه رخ خان د فلم د مشهورتیا په کمپاین کې یو کس مړ شوی

۱۳۹۵ بهمن ۶, چهارشنبه

د شاه رخ خان له لوري په روانه اوونۍ کې نندارې ته د وړاندې کیدونکي فلم «رئیس» د مشهورتیا کمپاین په ترڅ کې یو مینه وال مړ شوی دی. هندي چارواکو اوس په دې هکله څیړنې پېل کړي دي.

https://p.dw.com/p/2WMNH
Indien Bollywood Schauspieler Shahrukh Khan in Kolkata
انځور: picture-alliance/AP Photo/B. Das

د باليوډ د مشهور ستوري شاه رخ خان، د یوې شیبې دیدن له پاره د گجرات ریلوې ستیشن یا د اورگاډي تمځای کې د ټیل ماټیل له کبله ۴۵ کلن فرید خان پټهان لومړی بې هوښه شوی وو چې بیا وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه. شاه رخ خان د خپل نوي فلم «رئیس» د مشهورتیا له پاره نوي ډهلي ته په اورگاډي کي سفر کاوه او په بیلا بیلو تمځایونو کې یې له خپلو مینه والو سره ملاقاتونه کول.

خو د گجرات اورگاډي په تمځای کې د خلکو د ډیر ازدهام او بیا د مینه والو له لوري د دغه وتلي ستوري تر څنگ د انځور اخیستو د هڅې پر مهال هله گوله رامنځ ته شوه.

د هند د ریلوې وزیر سریش پربهونی، د ټولنیزي شبکې ټویټر په خپل پیغام کې لیکلي دي چې هغه پولیسو ته د دې پیښې د څیړنې او د مسوولو کسانو پر ضد د سخت گام اخیستو سپارښتنه کړې ده.

په تلویزوني انځورونو کې لیدل کیږي چې د خلکو لوی ازدهام د اورگاډي د هغه واگون پر لور وو، چې شاه رخ خان پکښې سپور وو. په انځورونه کې لیدل کیږي چې د شاه رخ مینه وال د انځور اخیستو په هڅه کې ټیل ماټیل هم کوي او پولیس د خلکو د کنترولو هڅه کوي. د دغه تمځای د پولیسو مشر شرد سنگهال په وینا د گډوډۍ له کبله دوه پولیس هم ټپیان شوي دي.

د سنگهال په وینا پولیس په دې هڅه کې دي چې آیا د فلم تنظیمونکو د مشهورتیا د دغه کمپاین له پاره اجازه اخیستې وه که نه. هغه ویلي دي: «موږ به څیړنې وکړو چې آیا پولیس په خپل مسئولیت کې پاته راغلي دي او که تنظیموونکو قوانین او مقررات نه دي مراعات کړي.» هغه خبریالانو ته ویلي دي: «موږ به د ټولو مسوولو کسانو پر ضد اقدام وکړو، آن که هغه پخپله شاه رخ خان هم وي.»

د باليوډ فلمي ستوري شاه رخ خان، د دغه کس پر مړینه باندي خواشیني څرگنده کړې ده. نوي ډهلي ته د رسیدو پر مهال شاه رخ خان، خبریالانو ته وویل: «د یوه کس مړه کیدل ډیره بدمرغه پيښه ده...زما دعاوې له دغې کورنۍ سره دي.»

په پام کې ده چې د «رئیس» فلم په روانه اوونۍ کې په هندي سینماگانو کې نندارې ته وړاندي شي.

نور مطالب: