1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شرابو د بوتل پر سر د سعودي بیرغ مسلمانان را پارولي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۳, یکشنبه

د آلمان په منهایم کې د الکولي مشروباتو شرکت د بیر د بوتلونو پر سر د فوټبال نړیوال جام د هیوادونو ملي بیرغونه چاپ کړي چې پکې د سعودي عربستان بیرغ هم شامل دی. دغه کار د مسلمانانو غبرګون را پارولی او یاد شرکت بخښنه غوښتې.

https://p.dw.com/p/2xcf2
Screenshot welt.de
انځور: welt.de

د فوټبال د نړیوال جام د رارسیدو سره سم، د آلمان په منهایم کې د الکولي مشروباتو یوه شرکت د بیر د بوتلو پر سر په نړیوال جام کې د ۳۲ برخه اخیستونکو هیوادونو ملي بیرغونه چاپ کړي. په دې بیرغونو کې د سعودي عربستان بیرغ هم شامل دي چې د مسلمانانو کلمه ورباندې لیکل شوې. په ټوله نړۍ کې د ټولنیزو شبکو کاروونکو دغه کار غندلی او هغه یې د اسلام سپکاوی یاد کړی. د همدې نیوکو او انتقادونو له امله د جمعې په ورځ د الکولي مشروباتو دغه شرکت اړ شوی چې له مسلمانانو بخښنه وغواړي.

په منهایم کې دغه شرکت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې دوی د فوټبال د نړیوال کپ د اعلاناتو دغه بهیر بندوي. د ټولنیزو شبکو لکه فسبوک او ټویټر ګڼ شمیر کاروونکو د مسلمانانو د مقدسې کلمې چې د سعودي عربستان پر بیرغ رسم شوي، د شرابو پر بوتلونو باندې چاپول ناسم کار ګڼلی.

د سعودي عربستان په ګډون په ګڼ شمیر مسلمان میشته هیوادونو کې د الکولي مشروباتو استفاده منع ګرځول شوې او د نړۍ په نورو هیوادونو کې هم مسلمانان له الکولي مشروباتو ځانونه لیرې ساتي.

د آلمان په جنوب غرب کې پروت د منهایم په ښار کې د الکولي مشروباتو شرکت د جمعې په ورځ د فسبوک له لارې ویلي چې له ځايي پولیسو او چارواکو سره تر مشورې وروسته، دوی د نړیوال جام د بازار موندنې له پاره له دغه اقدام څخه لاس اخلي او دوی هڅه کوي چې په دوکانونو کې هغه بوتل هم بیرته را ټول کړي چې د سعودي عربستان بیرغ ورباندې چاپ شوی دی.

Jemen Jamatud Dawa
انځور: picture-alliance/dpa/S. Akber

دغه شرکت ويلي چې د دغه اقدام تر شا دلیل د لا ډیر ممکنه سپکاوی مخنیوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د «آیشباوم» په نامه د الکولي مشروباتو دغه آلماني شرکت په لومړي سر کې د دغه جنجال د دفع کولو له پاره مسلمانانو ته په خطاب سره یو لیک خپور کړی وو. په دې لیک کې لیکل شوي وو چې: «موږ له مذهب او سیاست سره علاقه نه لرو او زموږ تولیدات هم له دې موضوعاتو سره اړیکه نه لري. که چیرته په غیر قصدي توګه موږ تاسې ته سپکاوی کړی وي نو موږ له زړه نه بخښنه غواړو.»  یاد شرکت ویلي چې دوی پر دې نه پوهیدل چې د سعودي عربستان پر بیرغ به د مسلمانانو مذهبي کلمه لیکل شوی وي.