1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د شريعت پوليس کيدای سي بيره خپره کړي»

۱۳۹۸ اردیبهشت ۳۱, سه‌شنبه

د جرمني په وپرتال ښار کي د په اصطلاح شريعت پوليسو محاکمه له سره پيليږي. د اسلامي چارو کار پوه ماتياس روه، که څه هم د دغه ګام هرکلی کوي، خو په عين حال کي پر ټولو مسلمانانو له بد ګمانۍ څخه هم خبرداری ورکوي.

https://p.dw.com/p/3Ip3x
Prozess um Scharia-Polizei
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

پنځه کاله مخکي د په اصطلاح «شريعت پوليسو» غړيو د جرمني په وپرتال ښار کي ګزمي کولې. خو د آلمان ايالتي محکمې په هغه وخت کي دغو کسانو ته د برائت د ورکړي پريکړه وکړه او هغوی يي آزاد کړل. خو د جرمني ستري محکمې بيا د ايالتي محکمې دغه پريکړه رد کړې چي په دې ډول به په راتلونکي اوونۍ کي به محاکمه له سره پيل سي.

د اسلامي او حقوقي چارو کار پوه ماتياس روه هم دغه ډول پريکړه پر ځای بولي او زياتوي چي ستره محکمه بايد په دقيق ډول دا موضوع وڅيړي تر څو دا معلومه کړي چي آيا داسي کوچنۍ اولسي ډلې سته چي د شريعت پوليسو له خوا تر ګواښ لاندي دي او که څنګه؟ بيا نو په دې ډول کيدای سي د هغوی د يونيفورم اغوستلو پر ضد اقدامات تر سره سي.

د روه په خبره سړی بايد دې کار ته په دقت سره وګوري. يعني دا چي دلته د ټولو انسانانو د ژوندانه ډول يوشان نه دی. که خبره د شريعت پر پوليسو وي نو په اول سر کي مسلمانان له هغوی څخه اغيزمن کيږي. او که دغه مبارزين له عصبانيته کار واخلي او يا هم سړی په دې پوه سي چي ځيني يي پخوا افراطيان ول، په دې صورت کي بايد په دقيق ډول ارزيابي سي چي آيا اولس خو به ځان په خطر کي نه احساسوي. نو له دې کبله «روه» خوشحاله دی چي دغه پروسه له سره پيل کيږي.

د افراطي افکارو پر ضد دريدل

دا چي د افراطي افکارو پر ضد بايد څه وسي،  روه يي په اړه وايي: «دا په کورنۍ تربيې پوري، ټولنيز ماحول او دې ورته حالتونو پوري اړه لري. هلته بايد سړی تمرکز وکړي. د مثال په ډول موږ بايد په مکتبونو کي د اسلامي مضامينو د زده کړو زمينه برابره کړو، تر څو راتلونکي نسل وکولای سي په ديموکراتيکه فضا کي د خپل مذهب په اړه دريځ ونيسي. خوشبختانه زياتره مسلمانان سوله خوښوونکي دي او همدغه لار تعقيبوي. او نورو ته هم بايد دا وښودل سي چي د افراطي ايديالوژۍ په وړاندي چي د اسلام په نامه تر سره کيږي، مقابله وکړي او هغه رد کړي.

د شريعت پوليسو د محاکمې جريان
د شريعت پوليسو د محاکمې جريانانځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

يوه ستره دنده

د روه په نظر له افراطيت څخه د مخنيوي له پاره بايد هغه کسان چي د افراطيت پر خوا روان دي، هڅه وسي چي د افراطيت ضد تدابيرو په مرسته يي مخه ونيوله سي چي دا ډول يو کار د قدر وړ دی او بايد همداسي ادامه ورکول سي.

خو مهمه خبره داده چي ټولو مسلمانانو ته بايد په يوه سترګه ونه کتل سي يعني داچي په مجموع کي اسلام او يا هم مسلمانان تر عمومي بدګمانۍ لاندي رانه سي. دا به يوه ستره تيروتنه وي. متأسفانه په اوس وخت کي موږ داسي ګوندونه لرو چي پرته له کوم معقول دليل څخه انتقادونه کوي. او دلته بايد سړی په دقيق ډول مبارزه وکړي، يعني دا چي د دواړو خواوو، د اسلام پلويانو او د اسلام ضد کسانو له خوا افراطيت پرضد.

مسلمانان بايد تر عمومي بدګمانۍ لاندي رانه سي

د روه، په خبره د جرمني د اساسي قانون محکمې په وار وار سره دا خبره تائيد کړې ده چي موږ د نورو مذهبونو د اساسي قانون ليکني پلټلي نه دي، بلکي په هغو پوري د پابندو کسانو کړه وړه مو څارلي دي. اساسي پوښتنه داده چي خلک خپل مذهب څه ډول عملي کوي. کله چي موږ په دې پوه سو چي د مسلمانانو اکثريت غواړي په سوله ايز ډول له نورو سره په ګډه ژوند وکړي، نو بايد په کښته سترګه ورته ونه کتل سي.

علاوه پر دې په ټولنه کي له اسلام څخه يوه ډول بيره خپره ده. سړی بايد د اسلام پرضد پروپاکندونو تر اغيزي لاندي رانه سي، د هغه پر ځای بايد ټولنه يووالي ته راوبلل سي او ددغې بيري پر ضد مقابله وکړي. که نه نو موږ به د ټولني ډير کسان داسي يوه کونج ته منزوي کړو چي هغوی يي په هيڅ ډول غوښتنه نه لري.

کريستن کنايپ