د شلو هيوادونو غونډه د يوې اعلاميې په خپرولو سره پای ته ورسېده
۱۳۸۹ تیر ۷, دوشنبهپه دې سياست کي به هم اقتصادي ودي ته پاملرنه کيږي او هم بايد ددولتي بودجو دکسر مخنوی وسي.
د شلو هيوادنو د سرمشريزي په پای کي په يوه اعلامه کي ويل سوي دي چي، صنعتي هیوادونه بايد تر2013 ميلادي کال پوري خپل دبودجې کسر نیمايي ته را ښکته کړي.
د المان لومړۍ وزیري انګیلا ميرکل د غونډي د پریکړو په هکله خپل رضايت ښودلی او وايي چي، ستر صنعتي هيوادونه لکه آلمان به په دولتي بودجه کي دسپما لاره غوره کړي.
خو هم د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما او هم دځینو نور هغه هیوادونو استازي چي د صنعتي کېدو په درشل کي دي ددې ګواښ کوي چي،د صنعتي هيوادونو زياته سپما به د اقتصادي ودي تموجاتو ته تاوان ورسوي.
د هغوئ په نظر په تيره بیا به په صنعتي هیوادونو کي دننه د تقاضاو سطحه را ټیټه کړي.
د یو بل خبر د مخه نن هم په تورنتو کي د اقتصادي مسائيلو د نړیوال کېدو پر ضد مظاهرې او احتجاجونه روان و. په دغه مظاهرو کي تر اوسه پوري د پوليسو له خوا 600 کسه نیول سوي دي.
AG/ ضياالحق فضلي
کتونکی. زيارمل