1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شل اوریزو لوبو دویم پړاو پیل شو

۱۳۹۱ مهر ۵, چهارشنبه

په سریلانکا کې د کرکیت شل اوریزې سیالۍ دویم پړاو ته ور ننوتې. دغه سیالۍ چي دوولسو لوبډلو پیل کړې وې خو اوس په کې یوازې اته پیاوړې لوبډلې پاته دي. په دې پړاو کې لوبډلې نیمه پای لوبو ته د لار موندنې له پاره سره سیالۍ وکړي.

https://p.dw.com/p/16Ecw
انځور: Getty Images

د سریلانکا د شل اوریزو سیالیو د لومړي پړاو په ترڅ کې د بنگلدیش، زیمبابوې، افغانستان او ایرلند لوبډلې له سیالیو څخه ووتلې. اوس به نو پاته اته لوبډلې نیمه پای لوبي ته د لارموندلو په موخه یو له بل سره لوبي وکړي. دغه لوبډلي به پر دوو گروپونو باندي وویشل شي چې له هر گروپ څخه به یوازې دوې لوبډلي نیمه پای لوبو ته لار ومومي.

د لوبو دغه پړاو د «Super Eight یا غښتلي اته» په نوم یادیږي. دغه پړاو ته د رسیدو لار د ځینو لوبډلو له پاره ډیره ساده وه خو بیا ځینو نورو لوبډلو دغه لار په سختۍ سره ووهله.

استرالیا، جنوبي افریقا، هندوستان او پاکستان ټول په یوه گروپ کې دي. د دغو لوبډلو له ډلي څخه به نو یوازې دوې لوبډلي نیمه پای لوبي ته لار پیدا کړي. د غښتلو اتو لوبډلو په دوهم گروپ کې د انگلستان، نوی زیلاند، سریلانکا او ویست اندیز لوبډلي راغلي دي.

انگلستان تر دې دمخه پر هندوستان باندي په ۹۰ منډو لوبه وبایلله. انگلستان په دې لوبه کې یوازي ۸۰ منډي جوړي کړې او ټول لوبغاړي ئې وسوځېدل. افغانستان بیا له انگلستان څخه دې ته ورته ماته خوړلې وه. انگلستان په ۲۰۱۰ کال کې نړیوالي شل اوریزې لوبې گټلې وې. د هندوستان لوبډلي کپتان مهندا سنگ دوني، ویلي دي: «یوه لوبډله باید په ټول تورنمنت کې ښه لوبه وکړي چې د تورنمنت گټونکې شي.»

اوس نو د کرکیټ ټول مینه وال د راتلونکو لوبو په تمه دي. په سریلانکا کې د هوا خرابۍ ته په کتو سره کیدای شي چې د ډیرو لوبو پایلي، مخکې تر دې چې لوبه ختمه شي، اعلان شي.

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل