1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شل اوریز نړیوال جام دوهم پړاو پېل شو

۱۳۹۴ اسفند ۲۵, سه‌شنبه

د۲۰۱۶م کال د کرکیټ د شل اوریز نړیوال جام سیالیو دوهم پړاو پېل شو. د دغه پړوا لومړۍ لوبه د کوربه هیواد هند او نیوزیلنډ تر منځ ده. افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د مارچ مياشتي پر ۱۷مه له سریلانکا سره وکړي.

https://p.dw.com/p/1IDVh
انځور: Reuters/N. Marple

دوهم پړاو لوبي د مارچ میاشتې له پنځلسمي نېټې (نن) پیل شوې. په دغه پړاو کې هم دوه گروپونه دي. په A گروپ کې افغانستان، سریلانکا، ویسټ انډیز، جنوبي افریقا او انگلستان لوبډلي شاملي دي. په B گروپ کې بیا هند، پاکستان، نیوزیلنډ، آسترالیا او بنگله دیش لوبډلې دي. له هر گروپ څخه به دوه، دوه لوبډلي سیمي فاینل ته ووځي.

د نړیوال جام د سوپر۱۰، په مرحله کې لومړۍ لوبه د نیوزیلنډ او کوربه هیواد هند تر منځ پیل شوه. دغه سیالي د ناگپور په میدان کې تر سره کیږي، چيري چې افغان لوبډلې په لومړي پړاو سیالیو کې خپلې درې سره لوبې په پر له پسې ډول وگټلې.

افغانستان په دغو سیالیو کې د زمبابوې لوبډلې ته چې د کریکټ د نړیوالي شورا بشپړ غړیتوب لري په ۵۹ منډو ماته ورکړه. دا چې افغان لوبډله به په راتلونکو سیالیو کې څرنگه وځلیږي، د پنجشنبې په ورځ به معلومیږي. خو افغان لوبډله په تیرو سیالیو کې هم د توپ وهنې او هم د توپ اچوني په برخه کې ښه ځلیدلې ده.

افغانستان به د مارچ پر ۱۷مه نېټه له سریلانکا سره خپله لوبه وکړي. دغه لوبه د کلکتې ښار په ایډین گارډنز، لوبغالې کې تر سره کیږي. افغانستان به د مارچ میاشتې په ۲۰ نېټه خپله دوهمه لوبه له جنوبي افریقا سره وکړي. د انگلستان او افغانستان تر منځ لوبه د مارچ پر ۲۴ تر سره کیږي او افغانستان به خپله څلورمه لوبه د مارچ مياشتي پر دیرشمه له ویسټ انډیز سره وکړي.

د مارچ میاشتې پر ۱۹مه نېټه د پاکستان او هند تر منځ لوبه ده. دغه لوبه په دهرمشاله کې وه، خو پاکستان د امنیتي دلایلو له کبله د دغه لوبغالې د بدلیدو غوښتنه کړې وه. اوس دغه لوبه ایډین گارډنز کې تر سره کیږي. د ۲۰۱۶م کال د شل اوریز جام پای لوبه د اپریل میاشتې په دریمه کیږي.

هند، پاکستان، انگلستان، ویسټ انډیز او سریلانکا یو، یو وار د دغو سیالیو اتلولي گټلې ده. دا ځل سریلانکا غواړي خپله اتلولي وساتي.