1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي او جنوبي کوريا يو ځای کېدل ممکن دي؟

۱۳۹۶ بهمن ۷, شنبه

يو ولس، يو هېواد، يوه کوريا. دغه تاريخي او پخوانی حالت د کوريا په نيمه ټاپو کې يوازې د ځينو خلکو لا په ياد دی. د څه باندې اويا کلونو راهيسې دغه هېواد سره وېشلی دی.

https://p.dw.com/p/2rbw8
Symbolbild Südkorea China Flaggen
انځور: picture alliance/AP Photo/A. Wong

هغه کسان چې دويم نړيوال جنګ، د امريکايانو او شورويانو اشغال او د کوريا جګړه يې ليدلې ده، اوس زاړه شوي دي چې د کوريا د يووالي د شاهدانو شمېر اوس کال په کال پسې کميږي. دا د هغو فاميلونو په تعداد کې هم څرګنديږي چې د بين الکوريايي فاميلي غونډو له پاره د انتظار په ليستونو کې شامل دي. د ۲۰۱۸ کال په شروع کې يوازې تقريبا ۶۰ زره کورنۍ د جنوبي کوريا د يووالي د وزارت په حواله دې ته انتظار باسي چې په شمال کې مېشت خپلوان بېرته وويني. يوازې تېر کال ۳۷۰۰ دغسې کسان مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۷ کال کې د شمال او جنوب تر منځ سياسي اوضاع ډېره ترينګلې وه.

د شمالي کوريا ابتکار

په جنورۍ مياشت کې د جنوبي کوريا په پيونګ چانک کې د دواړو خواو د جګپوړو استازو تر منځ تر لومړۍ ليدنې کتنې وروسته اوس د المپيک تر ژمنيو لوبو مخکې وضع يو څه آرامه شوې ده. يوه څرګنده نخښه يې د شمالي کوريا د ښځينه آيس هاکي هغه دولس مېرمني دي چې د پنجشبنې په ورځ جنوب ته ورغلې. هغه به د جنوبي کوريا له لوبغاړو سره يو ځای يو مشترک ټيم جوړ کړي. په دې سربېره د شمالي کوريا دولتي رسنيو د هېواد په دننه او بهر کې پر مېشتو هېوادوالو باندې غږ وکړ چې هر هغه څه دې وکړي څو يووالی ممکن شي. په خبره به يې شمالي کوريا د دغسې ګام پر ضد هر ډول مخالفتونه «له منځه يوسي.»

د ولسمشر خوب او خيال

د جنوبي کوريا ولسمشر، مون جاي اين، هم د يووالي موضوع ته ډېر لېواله دی. هغه خپله له شمالي کوريا څخه د راوتلو کډوالو زوی دی چې له کبله يې دغه موضوع د هغه په اجنډا کې لومړيتوب لري. د مون هدف په سوله يز ډول يو ځای کېدل او له اتومي وسلو څخه يو پاک د کوريا نيمه ټاپو دی. هغه د بشري حقونو وکيل او حقوقپوه هم دی چې له شمال سره خبرې اترې او ورته نژدې کېدل غواړي. سربېره پر دې مون تېر دوبی په برلين کې د کويربر بنسټ ته په وينا کې وويل چې هدف يې دا نه دی چې يو سيستم او نظام دې هغه بل هسې له ستوني څخه تېر کړي. مون له شمال سره همکاري غواړي او په تېره بيا پر غير سياسي او انفرادي تګ راتګ او تبادلې باندې ټينګار کوي، پرته له دې چې سياسي او نظامي وضعيت څنګه وي. هغه د اقتصاد په برخه کې د لارې د نقشې يا روډ مېپ د جوړولو پلان هم لري. مون په دې هکله وايي:

«زما حکومت د کوريا په نيمه ټاپو کې د اقتصادي همکارۍ يو نوی ډول رامنځ ته کول غواړي. داسې همکاري چې دواړه خواوې ورڅخه ګټه پورته کولای شي.»

دا هغسې خبرې دي چې په شمال کې به ورته هرومرو هر کلی ويل کيږي، ځکه چې د مون خبرې د پخوانۍ ولسمشرې، پارک ګېون هيې، له څرګندونو سره ډېر توپير لري. هغې هم د يو ځای کېدو په اړه خبرې کولې خو د هغې مقصد د آلمان په څېر يووالی و چې جنوبي کوريا پکې د لويديځ آلمان په شان نقش بايد درلودلی او د شمالي کوريا نظام بايد پکې له منځه تللې وای.