1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي او جنوبي کوریا ترمنځ دیالوگ ته هیله

۱۳۹۶ اسفند ۱۶, چهارشنبه

د کوریا په ټاپو وزمه کې د تندو لهجو او گواښونو پر ځای اوس د دیالوگ خبره کیږي. شمالي کوریا مشر اوس چمتو شوی دی چې له خپل سیال، د جنوبي کوریا له ولسمشر سره د خبرو اترو له پاره یو دیالوگ پیل کړي.

https://p.dw.com/p/2tsNr
Nordkorea Kim Jong Un spricht mit südkoreanischer Delegation
انځور: Reuters/Yonhap

دا چې دغه دیالوگ به دغه دواړه دولتونه سره نژدی کړي که نه، سمدلاسه سړی څه ویلای نه شي.

د شمالي کوریا دولتي تلویزیون هغه انځورونه ښکاره کوي، په کومو کې چې لیدل کیږي د دغه کمونيستي هیواد واکمن کیم جونگ یون، د جنوبي کوریا له امنیتي مشاور او د هغه د پلاوي څلور نورغړي خپل حضور ته مني. په تلویزیون کې د کیم له خولې نطاق وايي: «هغه ټینگه اراده لري چې د ملي یووالي یو نوی تاریخ ولیکي.»

د کوریا ټاپو وزمه د دوهمي نړیوالې جگړې له پای راهيسي پر دوو دولتونو ویشل شوې ده: شمالي او جنوبي کوريا. په شمالي کې له لسیزو راهيسي یو کمونيستي یو گوندیز نظام حکومت کوي او ډير زیات پر خپلي پوځي واکمنۍ او د وسلو پر ودې تکیه کړې ده. په جنوبي کوریا کې د دیموکراسۍ پر ارزښتونو ولاړ یو لویدیځ پلوه حکومت ټینگ دی. د جنوبي کوریا ډيري خلک غواړي چې دغه داړوه ولسونه چې یوه ژبه او یو فرهنگ لري، بیرته سره یو ځای شي. خو د دغه یووالي له پاره د لسیزو هڅي تر اوسه پوری ناکامې شوي دي.

Nordkorea Kim Jong Un mit südkoreanischer Delegation
د شمالي کوریا واکمن (له کیڼ اړخه دریم کس) د جنوبي کوریا له پلاوي سرهانځور: picture-alliance/Newscom/KCNA

په جنوبي کوریا کې د اولمپیک په ژمنيو لوبو کې دواړو دولتونو موافقه وکړه چې د هغوی لوبغاړي تر یو بیرغ لاندي لوبې تر سره کړي. په وروستیو اونیو کې دا د دواړو دښمنو دولتونو د یوه نوي دیالوگ له پاره لومړۍ نښانه وه. اوس ویل کیږي چې د شمالي او جنوبي کوریا مشران به په اپریل میاشت کې ملاقات ولري.

داسي ښکاري چې د شمالي کوریا مشر چې په تیرو میاشتو کې د اتومي جگړې گواښونه کول، لیوالتیا ډيره زیاته وي. د جنوبي کوریا د سرچینو د معلوماتو له مخې د شمالي کوریا واکمن کیم، چمتو دی چې حتی د دیالوگ په پړاو کې له خپل اتومي او توغنديي آزموینو څخه هم لاس واخلي. حتي دغو سرچینو د شمالي کوریا د دیکتاتور له خولې دا هم ويلي دي چې، که چیري هغه د خپل رژیم له پاره امنیتي ضمانتونه تر لاسه کړي، هغه د« اتومي وسلو» درلودلو ته اړتیا نه لري. ویل شوي دي چې هغه په دې برخه کې له امریکا متحدو ایالاتو سره هم دیالوگ ته چمتو دی.

د داسي خبر پر وړاندي د امريکا ولسمشر د خپل تویتر له لارې غبرگون څرگند کړی: د هغه په نظر «دا د یواحتمالي پرمختگ نښانه ده»، خو په عین وخت کې ترمپ وايي: «کیدای شي چې دا یوه کاذبه هیله وي.» ترمپ یادونه کوي: «په هر صورت امریکا چمتو ده چې پر هر لور چې وي پياوړی اقدام وکړي.» امريکا متحده ايالات او جنوبي کوریا دواړه د شمالي کوریا د اتومي وسلو له پروگرام څخه ویره او اندیښنه لري.

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جای ان، دغې اندیښنې ته په کتو سره وايي: «موږ باید له شمالي کوریا سره وغږیږو ترڅو د کوریا ټاپو وزمه له اتومي وسلو څخه وژغوروو. خو په عین وخت کې باید له ټولو امکاناتو څخه کار واخلو چې د شمالي کوریا د اتومي او توغندي پروگرام پرضد په اغیزمنو تدابیرو لاس پوري کړو.»

که څه هم لا تراوسه ډير وختي دی چې سړی د دواړو کوریاوو ترمنځ د یووالي او حتی د نژديوالي هیله وکړي، خو څارونکي په دې نظر دي چې د جنوبي کوریا ولسمشر چې مخکې له دې د بشري حقونو یو فعال وو، ټینگه اراده لري چې له خپل گاونډي سره د روغي جوړي او دیالوگ لاره پرانيزي، هغه څه چې د دغه هیواد د پخوانۍ ولسمشري چې اوس د اختلاس په تور د کلونو زندان له گواښ سره مخامخ ده، انتظار نه کیده.

زموږ له آرشیف څخه: