1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي او سویلي کوریاو پر بشپړ غیر اتومي کیدو موافقه وکړه 

۱۳۹۷ اردیبهشت ۷, جمعه

د شمالي او سویلي کوریا ولسمشرانو سره تاریخي لیدنه ترسره کړه. په یوې ګډې بیانیې کې راغلي دي چې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د خپل هیواد له غیرې اتومي کیدو سره لیوالتیا ښولې. 

https://p.dw.com/p/2wlZ7
Korea-Gipfel 2018
انځور: Reuters

د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د جمعې په ورځ له هغې کرښې واوښت چې سویلي او شمایلي کوریا سره بیلوي. دا له لسو څخه د ډیرو کلونو په موده کې لومړی ځل دی چې شمالي او سویلي کوریا سره ویني. د خبرو اتر تر پیلیدو مخکې کیم سویلي کوریا ته تر اوښتو وروسته، د مون لاس ونیوه او هغه یې د بیلوونکې پولې څخه تیر کړ او د یوې مودې په له پاره یې د شمالي کوریا په خاوره کې وساته. دواړه هیوادونه غواړي چې خپل منځني اوږده جګړه پای ته ورسوي او د شمالي کوریا د اتومي پروګرام پر سر رامنځ ته شوې شخړې یو څه آرامه کړي.

د دواړو ولسمشرانو تر تاریخي لیدنې وروسته، د سویلي کوریا ولسمشر مون، وویل چې شمالي او سویلي کوریاو موافقه کړې ده چې دغه ټاپوزمه له اتومي وسلو پاکه کړي. هغه وویل: «د دواړو غوښتنه دا ده چې د کوریا په ټاپوزمه کې اتومي وسلې نه وي – بشپړ غیر اتومي کیدل. دا د ټاپوزمې د غیر اتومي کیدو پر لور د حرکت پیل دی.»

د شمالي کوریا مشر اون بیا آن وویل چې د کوریا د ټاپوزمې اوسیدونکي یو ملت دی. هغه زیاته کړه: «د دې له پاره چې موږ یو له بل سره جګړه وکړو، هیڅ دلیل نه شته. موږ یو ملت یو.»

Korea-Gipfel 2018
د دواړو ولسمشرانو دغه لیدنه تاریخي بلل کیږي. انځور: Reuters

مون هم په خپلو خبرو کې روښانه کړه چې «د دواړو مشرانو لیدنه د نړۍ په جوړښت کې یو د بدلون نقطه ده او تر دې وروسته به د ځمکې، اسمان او اوبو له پاره یو بل ته ګواښونه ختم شي».

د سویلي کوریا ولسمشر زیاته کړه: «موږ به یو له بل سره کار وکړو. ښاغلي کیم او زه یو پر بل باور لرو. موږ به د تلیفونې کرښې له لارې یو له بل سره ډیرې خبرې وکړو او پر شا به ولاړ نه شو.»

د تاریخي لیدنې ډیر ښه پیل

کله چې دواړو ولسمشرانو یو او له بل سره لاسونه ورکړي ول، نو مون کیم ته وویل: «زه ستا له لیدو ډیر خوښ یم.» کیم هم د میلمنو د یادښت په کتاب کې ولیکل: «یو نوی تاریخ اوس پیلیږي. د سولې عصر، له یوه نوي پړاو څخه.»

د مون ویاند یون یونګ چان، خبریالانو ته ویلي دي چې د خبرو اترو په لومړي پړاو کې دواړو ولسمشرانو له اتومي وسلو څخه د کوریا د ټاپوزمې د پاکولو په اړه «صاف او بې ریا» بحثونه سره وکړل.

د شمالي کوریا چارواکو ویلي دي تمه کیږي چې دواړه هیوادونه به د جمعې په ورځ یوه بیانیه خپره کړي چې په کې د شمالي کوریا د اتومي پروګرام په اړه او همداراز د دواړو هیوادونو په اړیکو د پرمختګ په اړه خبرې شوې وي.

دغه لیدنه همداراز د کیم او امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، تر منځ غونډې ته لار هواروي.

کله چې کیم له مون سره د لومړي ځل له پاره لاس ورکړ نو هغه وویل: «زه د دې تاریځي ځای لیدو ته ډیر هیجاني وم او دا ډیره له احساسه ډکه خبره ده چې تاسو دلته بیلوونکې کرښې ته راغلي یاست چې په پخپله زما هرکلی وکړئ. مون بیا د هغه په ځواب کې وویل: «دا ستاسو لویه پریکړه وه چې دلته راغلئ.»

کیم دا هم وویل چې هغه کوریا ته له رارسیدو سره ډیر احساساتي شوی دی او له مون څخه يي وپوښتل چې ولې دغې لیدنې دومر ډیر وخت ونیوه. مون هم هیله څرګنده کړه چې دواړه مشران دې سره صافې خبرې وکړي چې د کوریا ټول ملت چې سوله غواړي یو ښه خبر ورکړل شي.

ms/sr (AFP, AP, Reuters)