1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوريا او امريکا متحده ايالاتو تر منځ تاوتريخوالي

۱۳۸۹ مرداد ۲, شنبه

وضع هغه وخت لا کړکېچنه سوه کله چي امريکا او جنوبي کوريا اعلان وکړ چي په گډه به پوځي آزمويني تر سره کړي. شمالي کوريا جنوبي کوريا ته ګواښ کړي که چيري دغه آزمويني وکړي، د يو « سپيڅلي جګړي» لپاره دي تياره اوسي.

https://p.dw.com/p/OTrk
د امريکا متحده ايالاتو جنګي بيړي د Busan په بندر کي له جنوبي کوريا سره د ګډو ازمویني لپاره تياري نيسي
د امريکا متحده ايالاتو جنګي بيړي د Busan په بندر کي له جنوبي کوريا سره د ګډو ازمویني لپاره تياري نيسيانځور: AP

شمالي کوريا چي تر زياتي کچې يې د نړۍ سره اړيکي پرې دي د خپل اټومي پروگرام له وجې د بېلابيلو نړۍ والو بنديزونو سره مخامخ ده. د جنوبي او شمالي کوريا اړيکي چي له وړاندي لا خرابه وې هغه وخت لا زياتي زيانمنې سوې کله چي د روان مېلادي کال په مارچ کي د جنوبي کوريا يوه جنگي بېړۍ ډوبه سوه. سويلي کوريا ددغې کښتۍ د ډوبېدو پړه پر شمالي کوريا واچوله چي په ځواب کي يې شمالي کوريا سخت غبرگون وښودي او د دواړو هيوادونو پر پولي يې د عسکرو شمېر زيات کړي. شمالي کوريا هغه گډه اقتصادي پروژه هم وتړله چي و پولي ته نژدې د دواړو هيوادونو د وگړو لخوا پر مخ بيول کېدل.

وضع هغه وخت لا کړکېچنه سوه کله چي امريکا او جنوبي کوريا اعلان وکړ چي په گډه به پوځي تمرينونه تر سره کړي. دغه تمرينونه به د يکشنبې په ورځ پېل سي چي پکښي هغه الوتکه هم برخه اخلي چي د اټومي وسلو د وړلو لپاره جوړه کړل سوېده.

د جنوبي کوريا او امريکا متحده ايالتونو د گډو پوځي تمرينونو په هکله شمالي کوريا سخت غبرگون ښودلي دي. د شنبې په ورځ شمالي کوريا د دفاعي چارو کميسيون وويل چي د دغه هيواد خلک به د جنوبي کوريا او امريکا پر ضد «يوې سپېڅلي جگړه» پيل کړي.

شمالی کوريا متحده ايالاتو او جنوبی کوريا ته خبرداری ورکړ
شمالی کوريا متحده ايالاتو او جنوبی کوريا ته خبرداری ورکړانځور: AP

کميسيون زياته کړه چي د جنوبي کوريا او امريکا گډ پوځي تمرينونه د شمالي کوريا لپاره د يوه پاروونکي عمل مانا لري او دا چي د شمالي کوريا دريځ روښانه دي. د کميسيون په وينا د متحده ايالتونو د پاروونکې او مسلط کوونکې گواښ په وړاندي به شمالي کوريا فيزيکي ځواب ورکړي. په خپل غبرگون کي شمالي کوريا دا هم ويلي دي چي د دوي په وينا د «امريکايي امپرياليزم او جنوبي کوريا د گوډاگي حکومت پاروونکو گامونو مقصد د يوې جگړې رامنځ ته کول دي.»

د شمالي کوريا په وينا دغه هيواد د اټومي خطر به ځواب کي اټومي ځواب ورکولو ته چمتو دي.

د شمالي کوريا د گواښونکو اخطارونو په ځواب کي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي امريکا نه غواړي د خبرو په جنگ کي د شمالي کوريا سره ښکيل شي. د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو د وزارت وياند «جې پي کراولي» د شمالي کوريا خبري رد کړې او وېل ويل چي شمالي کوريا بايد د گواښونکو خبرو پر ځاي مثبته او رغنده عملي گامونه پورته کړي.

US Außenministerin Hillary Clinton in Mexiko
د امریما متحده ایيلاتو د بهرنيو چارو وزیرهانځور: picture alliance / landov

د شمالي کوريا د بهرنيو چارو د وزارت وياند ويلي دي چي که امريکا د شمالي کوريا «پر سينه توره ږدي نو شمالي کوريا به هم په توره ورته جواب ورکړي.» د نوموړي په وينا که امريکا خبرو ته چمتو وي نو شمالي کوريا هم و خبرو ته چمتو ده او که هغه جگړه غواړي نو شمالي کوريا جگړې ته هم چمتو ده.

متحده ايالتونه وايي چي د شمالي کوريا د توندو گواښونو اصلي وجه ښايي دا وي چي دغه هيواد غواړي داسي حالات رامنځ ته کړي چي د اوسني زورواکي کيم جيونگ ايل زوي ته د شمالي کوريا د مشرتابه پر څوکي د ناستي لپاره لاره پرانيځي.

د متحده ايالتونود بهرنيو چارو وزيري هېلري کلنټن د آسيا په يوه امنيتي کنفرانس کي د شمالي کوريا د اخطارونو په ځواب کي وويل: «د خواشيني وړ خبره ده چي شمالي کوريا خپل ګواښ،نو ته دوام ورکوي او د ګاونډيو هيوادونو په شمول ټولي سيمي ته ويره پيدا کوي.. خو موږ به د جنوبي کوريا سره د گډو پوځي آزموينوله لاري يو ځل بيا وښيو چي د امريکا متحده ايالتونه د جنوبي کوريا د امنيت ساتنې لپاره ژمنه لري. لکه څنگه چي مي دوې ورځي تر مخه هم د باب گېټس په ملگرتيا د سيول څخه د لېدنې پر وخت ويلي وه.»

له بلې خوا په ويټنام کي د «اسين» په نامه د جنوب ختيځ آسيايي هيوادونو ټولنې د امريکا او د جنوبي کوريا په هکله ويلي وه چي دغه کار د ملگرو ملتونو د هغه اعلاميې سره سمون نه لري په کومه کښي چي پر دواړو اړخونو د کړکېچن فشار د کمولو ږغ سوي ؤ.

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزي

کتونکي: عبدالباري حکيم