1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوريا جواب په گډو پوځي مانورو سره ورکول کيږي

۱۳۸۹ خرداد ۴, سه‌شنبه

د امريکا د متحده ايالاتو ددفاع وزارت يوه وياند څرګنده کړې ده،چي دوی غواړي دجنوبي کوريا سره،د کوريا په ټاپو وزمه کي د دښمن د اوبتلونو د احتمالي بريدونو او پوځي عملياتو څارنه وکړي...

https://p.dw.com/p/NWOo
د جنوبي کوريا عسکر د پوځي مانورونو پر مهال
د جنوبي کوريا عسکر د پوځي مانورونو پر مهالانځور: AP

د امريکا متحده ايالات او جنوبي کوريا غواړي د شمالي کوريا هغه عمل ته، چي د جنوبي کوريا د يوې جنګي بېړۍ په ډوبولوسره يي 46 سمندري کارکونکي وژلي دي ،په پوځي مانورو سره جواب ورکړي.

د امريکا د متحده ايالاتو ددفاع وزارت يوه وياند څرګنده کړې ده،چي دوی غواړي دجنوبي کوريا سره،د کوريا په ټاپو وزمه کي د دښمن د اوبتلونو د احتمالي بريدونو او پوځي عملياتو څارنه وکړي.

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما دمخه ويلي ول، چي د سويلي کوريا سره بايد په پوځي چارو کي نژدې ګډ کار وسي. د هغه په خبره تر څو دغه هيواد وسي کړای،د شمالي کوريا د کمونيسټي رژيم د احتمالي تيريو په مقابل کي د ځان څخه دفاع وکړي.

دمارچ دمياشتي پر 26 نېټه د شمالي کورياCheonan نومې جنګي بېړۍ ډوبه شوه.

دامريکا، آسترليا او جنوبي کوريا د کارپوهانو تر څېړني وروسته څرګنده سوې، چي نوموړې جنګي بېړۍ د شمالي کوريا په يو تارپيدو ډوله توغندی ويشتل سوې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، پرون ويلي دي چي هيله ده پر دې موضوع باندي د ملګرو ملتو د امنيت شورا خبري پريکړه وکړي.

«دغه پيښه دکوريا په ټاپو وزمه سيمه کي د سولي او ثبات دپاره ستر ګواښ بلل کيږي. زما هيله د امنيت شورا څخه داده چي، ددغي پيښي په هکله ژر يوه پريکړه وکړي. زه په دې هم پوهيږم چي د امنيت شورا په دې ښه پوهيږي چي حالات څونده حساس دي. هغه بايد په داسي تدابيرو لاس پوري کړي چي دغي جرگې ته ښايي.

بان کي مون وويل،بايد دغه عمل په قاطعيت سره وغندل سي. پيښه په داسي حساس وخت کي سوي، چي د شمالي کوريا د اټومي لانجې په هکله د شپږو هيوادونوخبري بايد پيل سوي وای.

gu/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل