1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوريا د اټومي پروگرام زور آزموينه

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۱ بهمن ۵, پنجشنبه

دوې ورځي وروسته له هغه چي د ملگرو ملتو د امنيت شورا د پينگ يانگ پر کمونيستي رژيم باندي د بنديزونو گړۍ نوره هم پراخه کړه، دغه هیواد د اټومي وسلو او توغنديو د آزموينو گواښ کړی دئ.

https://p.dw.com/p/17Qe2
انځور: Ed Jones/AFP/Getty Images

د شمالي کوريا او دباندي نړۍ د همېشنی ديپلوماتيک بحران تهديد نورهم ډير سوی دئ. د ديکتاتور کيم جونگ اون، رژيم چي د کال په پيل کښي ئې د پخلايني لهجه کارولې وه اوس ټول هغه امېدونه له خاورو سره خاوري کړي دي، چي فکر کېدی له شمالي کوريا سره به نړيوال کړکېچ په سوله ييزه توگه حل سي. د پينگ يانگ رژيم اوس د امريکا پرضد په ډانگ پېيلي خبري کوي.

اصلي دښمن امريکا

د شمالي کوريا دولتي آژانس KCNA د ملي دفاع کمېسيون په حواله وايي چي «موږ فضا ته د نورو سپوږمکيو لېږل او د ليري واټن ويشتونکو توغنديو آزمويل نه پټوو او دا هم نه پټوو چي زموږ هغه اټومي پروگرام چي موږ ئې په پام کي لرو زموږ دښمن امريکا ته متوجه دئ».

آژانس دغه راز د دغه کمېسيون په حواله زياته کړې ده: «دا د نوو څو پيړو داومداره جگړې پيل دئ چي د کوريا اولس به ئې د خپل دښمن امريکا پر وړاندي کوي.»

له هغه وخت راهيسي يعنی د تيرکال د دسمبر په نيمايي کي چي شمالي کوريا خپل وروستی د لېري واټن ويشتونکی توغندی و آزمايه د امريکا متحده ايالات د جبوبي کوريا او جاپان په ملاتړ په دې تلاښ کي دي چي د ملگرو ملتو د امنيت شورا له خوا پر دغه هيواد باندي بنديزونه نور هم سخت سي.

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۲۲) په نيويارک کښي د رايو په اکثريت سره پر شمالي کوريا د بنديزونو د پراخېدو او سختېدو قطعنامه صادره کړه.

په دغه شورا کي د وتو حق لرونکی چين چي د شمالي کوريا نزدې ملگری بلل کيږي هم د تحريمو ملاتړ کړی دئ.

په امريکا متحده ايالاتو او جنوبي کوريا کښي کارپوهان په دې باور دي، چي شمالي کوريا په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو کي تر اټومي آزموينو وروسته اوس دريمي اټومي آزمويني ته چمتوالی نيولی دئ.

د جنوبي کوريا د دفاع وزارت يو وياند وايي چي د آزمويني له پاره اوس د پينگ يانگ رهبري يوازي يو مناسب تصميم ونيسي.

د ملگرو ملتو د امنيت شورا د شمالي کوريا د لومړيو اټومي آزموينو په غبرگون کښي پر دغه هيواد باندي سخت بنديزونه ولگول.

د شمالي کوريا د سياست له پاره د امریکا متحده ايالاتو ځانگړي استازي گلين ديويس په سيول کي د جنوبي کوريا له چارواکو سره تر خبرو وروسته له شمالي کوريا څخه غوښتي دي چي اټومي آزموينه دي نه کوي.«داچي آزموينه کوئ که نه دا په تاسو پوري اړه لري» هغه زياته کړې ده چي دا به يوه غلطي او «له لاسه تللی فرصت» وي.

د ۲۰۰۱۲کال د اپريل په میاشت کي شمالي کوريا فضا ته د څارني سپوږمکۍ لېږدونکی توغندی وتوغاوه چي تر لند واټن وروسته په ژړ سمندر کي راولېود. هغه مهال امريکا، جاپان او جنوبي کوريا وويل چي دا په پټه د ليري واټن ويشتونکي توغندی آزموينه وه او دا د ملگرو ملتونو د قطعنامې پرضد کار وو.