1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوریا او امریکا تر منځ لفظي ناندرۍ ادامه لري

۱۳۹۶ مرداد ۲۴, سه‌شنبه

د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس ویلي دی چې د دغه هیواد واکمن کیم جونګ اون، له خپل پوځ څخه د ګوام پر ټاپو د توغندي د توغولو نقشه ترلاسه کړې ده، خو اوس انتظار باسي، څو د امریکا متحده ایالاتو چلن تر نظر لاندې ونیسي.

https://p.dw.com/p/2iDjE
Nordkorea Kim Jong Un Freude nach dem Test der Hwasong-14 Rakete
انځور: Reuters/KCNA

په داسې حال کې چې اروپایې اتحادیه او سویلي کوریا په دې هڅه کې دي چې د شمالي کوریا شخړه را کمه کړي، د واشنګټن او پیونګ یانګ تر منځ د لفظي جګړې لړۍ دوام لري.

د شمالي کوریا د دولتي خبري آژانس د رپوت پر بنسټ د دغه هیواد نظامیانو د ګوام ټاپو پر لور د توغندي توغولو د مسیر نقشه د دغه هیواد ولسمشر ته سپارلې ده. زیاته شوې ده چې کیم جونګ اون، تر اوسه تصمیم نه دي نیولی او اراده لري چې په لومړي سر کې د امریکا چلن تر نظر لاندې ونیسي.

د دغه رپوټ له مخې کم جونګ اون ویلي دي چې «امریکا متحده ایالات باید سم تصمیم ونیسي او په خپل چلن کې وښيې چې غواړي د کوریا په نیمه ټاپو کې روانه شخړه راکمه کړي او په سیمه کې د یوه خطرناک نظامي مخامخ کیدنې مخه ونیسي».

شمالي کوریا په دې وروستیو کې اعلان کړی وو چې اراده لري په آرام سمندرګي کې د ګوام ټاپو په مسیر کې چیري چې امریکا متحده ایالات  یوه پوځي اډه لري توغندي وتوغوي.

د متحده ایالاتو د دفاع ویر جیم متيس شمالي کوریا ته خبرداری ورکړ چې له امریکا سره دې د جګړې خطر نه اخلي. هغه خبریالانو ته وویل «که دوی پر امریکا توغندی وتوغوي، دا موضوع ښایي په چټکۍ سره پر یوې جګړې واوړي».

متيس زیاته کړه چې امریکا متحده ایالات د دې توانمندي لري چې د شمالي کوریا د توغندي مسير معلوم کړي او که چیري دغه توغندی د ګوام ټاپو په مسیر وي«هغه به را نسکور کړي».

د جنوبي کوریا هڅې

د سویلي کوریا ولسمشر مون جه اين، ویلي دي چې په هره بیه چې وي غواړي د کوریا په ټاپو کې د یوې احتمالي جګړې د رامنځته کیدو مخه ونیسي. هغه وویل چې حکومت یې د توغندیو مسلط د حل لارې پیدا کولو له پاره خپل دیپلوماتیک کوښښونه زیاتوي.

مون زیاته کړې ده: «موږ باید د شمالي کوریا اتومي مسله په سوله ییزه لاره حل کړو، مهمه نه ده چې داسې یوه حل لاره څه لوړې او ژورې لري».

د دې تر څنګ د سویلي کوریا ولسمشر زیاته کړې ده چې خپلې پوځي وړتیاوې به پیاوړې کړي، څو وکولی شي سوله تضمين کړي: «په عین وخت کې خبرو اترو ته به دروازه پرانیستې پاتې شي، څو د شمالي کوریا او جنوبي کوریا ترمنځ کړکیچ لا پسې زیات نه شي».

د اروپایې اتحادیې دیپلوماتیکې هڅې

په همدې منځ کې د اروپایې اتحادیې غړو هیوادونو هم د دې شخړې د سوله يیز حل لارې له پاره خپلې دیپلوماتیکې هڅې زیاتې کړي دي. د دغې اتحادیې د بهرنیو چارو د سیاست مسئولې فدریکا موګریني، د اروپایې اتحادیې له استازو سره د امنیتي مسائلو په باب ځانګړې غونډه کې  ویلي دي چې ټاکل شوی ده د شپږ اړخیزې ډلې خبرې اترې چې په ۲۰۰۹ کال کې درول شوې وې له سره پیل شي.

ډغه ډله په ۲۰۰۳ م کال کې د شمالي او سویلي کوریا، امریکا متحده ایالاتو، روسیې، چين او جاپان د استازو په موجودیت کې جوړه شوې وه تر څو د شمالي کوریا د اتومې پروګرام پر سر رامنځته شوې لانجه راکمه کړي. 

په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: