1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوریا په اتومي پروګرام کې د پاکستان غیر مستقیمه ونډه

۱۳۹۶ شهریور ۲۷, دوشنبه

پاکستان د شمالي کوریا په اتومي پروګرام کې چې د امریکا متحدو ایالاتو په ګډون بیلابیل هیوادونه ګواښي، څه نقش لوبولی؟ ایا د پاکستان له مرستې پرته پیونګ یاګ کولای شوای د اوس په شان یو اتومي پروګرام ولري؟

https://p.dw.com/p/2kBqV
Nordkorea Raketentest Kim Jong Un
انځور: Reuters/KCNA

د پاکستان هسته وي فزیکپوه پرویز هودبهايي وایي چې په لومړي سر کې اسلام آباد شمالي کوریا ته د «سنترفیوج تکنالوژي» لیږدولې وه. خو دغه کارپوه ټینګار کوي چې پاکستان په مستقیم ډول د شمالي کوریا په اتومي پروګرام کې ونډه نه لرله، ځکه دغه تکنالوژي په لومړي سر کې پلتونیم د استخراج له پاره پیونګ یاګ ته ورکړل شوې وه.

دا چې پاکستان کله شمالي کوریا ته د اتومي تکنالوژي د لیږد لړۍ پیل کړې، روښانه نه ده، خو هودبهايي وایي چې د لیږد بهیر بیا په ۲۰۰۳م کال کې ودرید. هغه زیاتوي: «دا [د اتومي تکنالوژي د لیږد بهیر] په ۲۰۰۳م کال کې تر هغه وروسته ودرید چې پاکستاني ساینس پوه اې کیو خان، د اتومي تکنالوژي په لیږد کې ګیر راغی. تر دې وروسته په دې برخه کې ټول انتقالونه ودریدل.»

پر ای. کیو. خان باندې شمالي کوریا، لیبیا او ایران ته اتومي تکنالوژي د لیږ تور لګول کیږي، خو هوډبهايي ټنیګار کوي چې ښايي په یوازې سره د خان له پاره د دومره لوی کار د ترسره کولو امکان نه وو. د هغه په خبره د دې تکنالوژي ډیره ټينگه ساتنه کیده او هر سنترفیوج څه نا څه نیم ټون وزن لري چې په پټه لیږد یې ستونزمنوي.

هغه زیاتوي: «له همدې کبله په یقین سره چې له هغه سره په لوړه کچه هم لاس یو شوی وو.»

په پاکستان کې ډیر جنرالان دا خبره چې اسلام آباد دې د شمالي کوریا له اتومي پروګرام سره مرسته کړې وي، نه مني او وايي چې د شمالي کوریا اتومي پروګرام تکنالوژي تر هغه څه چې په پاکستان کې موجوده ده، توپیر لري. فزیکپوه پرویز هودبهايي، ټینګار کوي چې د شمالي کوریا په اتومي پروګرام کې د اسلام آباد ونډه یوازې غیر مستقیمه ده.

خو اسلام آباد، پیونګ یاګ ته د «سنترفیوج تکنالوژي» وړيا ور نه کړه او په بدل کې یې توغندي ترلاسه کړل. هودبهایي وايي: «د هغه سنترفیوج په بدل کې چې پاکستان شمالي کوریا ته ورکړل، له دې هیواد څخه یې په اصطیلاح دودنګ نومې توغندي ترلاسه کړل.»

دودنګ توغندي مایع سوځیدونکي مواد لري. ای. کیو. خان بیا دغه توغندي خپل لابراتوار ته انتقال کړل او هلته یې پرې نوم کیښود. هودبهايي وايي چې دغه توغندي اوس هم د پاکستان د توغندیو د ذخیرې برخه دي.

شمالي کوریا په وروستیو وختونو کې خپل اتومی پروګرام ته وده ورکړې ده او داسې بالیستیک یا قاره یي توغندي يې جوړ کړي دي چې اتومی سرګلولې لیږدولی شي.

زموږ له ارشيف څخه: