1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شنډنډ په چاودنه کي مېرمني او کوچنيان وژل سوي

۱۳۸۹ مرداد ۲۶, سه‌شنبه

د شنډڼډولسوالۍ د زيرکو سيمي د برمکانو په کلي کي تره شپه ماښام د يوې کورنۍ ۵ تنه مړه او دوه نور ټپيان سوي.

https://p.dw.com/p/Op79
د پيښي پړه تر اوسه پوري چا په غاړه نه ده اخستې
د پيښي پړه تر اوسه پوري چا په غاړه نه ده اخستېانځور: AP

د هغه ولسوالۍ ولسوال لعل محمد د دويچه ويلي المان ږغ راډيو خبريال ته تاييد کړې چي پيښه تير ه شپه د يو ماين د چاودلو له امله رامنځته سوې ده.

د ولسوال په خبره ماين پر يو کرولا ډول موټر چاودلی چي پکښي ۲ مېرمنی ۲ ماشومان اوموټر چلونکی مړه او دوې تنې مېرمني ټپياني دي.

هغه د پيښي عاملين وسله وال طالبان بللي. خو طالبانو تر دې دمه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر په اساس په بادغيس ولايت کي د طالبانويوه محلي قوماندان په ټلفون سره رسنيوته دهغه ولايت د بالامرغاب ولسوالي دمنګانونومي امنيتي پوستي دنيولواو۷تنه پوليسوله وسلوسره دوراوښتوادعاکړې ده.

خو د بالامرغاب ولسوال محمدابراهيم برخلاف د طالبانو د يوه ناکام بريدحال ورکړی زياته يي کړه «په بالامرغاب کي ديکشنبې د شپې په پيښه کي ۶وسله وال طالبان دهغوﺉ ديوه محلي مشرپه شمول مړه،۴تنه ټپيان سوه»

دبالامرغاب ولسوال وژل سوی طالب قوماندان ملاجمال الدين يادکړی.

شريف شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل