1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شنګين په غړيو هيوادنو کي د ويزې يو ډول قانون

۱۳۸۹ فروردین ۱۶, دوشنبه

سر له نن څخه هغه څوک چي د شنګين ويزه ولري، کولای سي، چي 25 هيوادونو ته د ويزې پرته سفر وکړي...

https://p.dw.com/p/MnXw
د شنګين سيمه
د شنګين سيمهانځور: picture-alliance/ dpa

وېزه ښايي چې د شنگين د تړون د غړي کوم هېواد له قنسل څخه لاس ته راوړل شي، چې البته هغه به يې د خپلو اصولو له مخې ورکوي. دا کار به سر له نن د اپريل د مياشتې له پنځمې نېټې څخه د EU-Visacodex له اصول سره يو څه ساده او آسانه کيږي. د اورپايي ټولنې د عدلي چارو کميساره سيسيليا مالم شتروم څرگندوي:

«د EU-Visakodex موخه دا ده، چې د شنگين په ټولو هېوادونو کې د ويزې ورکولو پروسه سره هم ږغې شي، تر څو د نړۍ مليونونو کسانو ته، کوم چې د شينگين وېزه غواړي، کار آسانه شي.»

د اورپايي ټولنې له يوه کمسيون څخه جان دي کوستر څرگندوي، چې پروسه ښايي هر چېرته يو شان او هم ارزانه وي. البته د هرې ويزې بيه به 60 يورو پاتې کيږي، مگر له شپږو کلنو نه تر ١٢ کلنو پورې ماشومان به ٣٥ يورو ورکوي. همدا ډول به ځينو ځانگړو ډلو ته خاص امتيازونه ورکول کيږي. له دې سره اړوندې فورمې به هم لنډې او په آسانه توگه سره ډکول کيږي. نوموړی په زاړه اصول کې نيمگړتياوې ويني او په ډاگه کوي يې چې:

«زما په فکر بايد اقرار وکوو، چې په تېر وخت کې د ويزې اخيستلو چارې په زړه پورې نه وې. کله به سړی زيات وخت درېده، او کله به سړي دوې مياشتې انتظار يوست، تر څو د ويزې غوښتنليک ترې واخيستل شي.»

اوس به دا هر څه بدليږي. د شنگين د ډلې هېوادونو قنسلگرۍ بايد تر ١٥ ورځو پورې ويزه غوښتونکي ته د فورمې ورکولو روڼ ورکړي. له هغه وروسته بايد په دوو اونيو کې پرېکړه وشي. که چيرته غوښتنه رد کيږي نو دليل به يې هم راوړل کيږي. د اورپايي ټولنې له کمسيون څخه جان د کوستر وايي، چې مخکې داسې نه ول.

«کله کله د ويزې د ردکونې د پاره هېڅ دليل نه راوړل کېده او دا امکان هم نه وو، چې د هغه پرضد ادعا وشي. دې کار خلک نااميده کړي او حتی له اورپا څخه يې مخونه اړول.»

د 2011 کال د اپريل له مياشتي وروسته به دا هم ممکنه وي، چي د ويزې د ردکېدنې په صورت کې د شنگين په هر ملک کې دعوی وسي. د اورپايي ټولنې عدلي کميساره مالم شتروم د EU-Visakodex يو د اهميت وړ مخ په وړاندې گام بولي.

«مالم شتروم جوتوي، د خلکو د پاره به دا يو روښانه او آسانه سيستم وي، او دوی به يو ډول د اورپايي ټولنې د ويزې سيسټم ولري.»

دا څه د اورپايي ټولنې د هغو هېوادونو د پار اعتبار نه لري، کوم چې د شنگين د ډلې غړيتوب نه لري. يعنی انگلستان، آيرلنډ، بلغاريه، رومانيه او قبرص.

Henn, Susanne/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل