1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شيکاگو په غونډه کي پر کومو موضوعگانو خبري کيږي؟

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۷, چهارشنبه

د افغانستان جګړه، په اروپا کي د توغندیو دفاعي سیستم او په سختو شرایطو کي د پوځي امکاناتو برابرول په شیکاګو کي د ناټو د غونډي د بحث اصلي موضوعګاني دي.

https://p.dw.com/p/14wEQ
انځور: picture-alliance/dpa

په دې غونډه کي به ولسمشر اوباما او د ناټو مشران له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د را ایستلو او د امنیت د لیږد پروسې په اړه خبري اتري وکړي. ناټو به همداراز تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغان حکومت څخه د خپل ملاتړ د څرنګوالي په اړه هم خبري اتري وکړي.

په دې غونډه کي به تر ډیره حده پوري د افغان امنیتي ځواکونو پر روزلو باندي خبري اتري وشي.

د ناټو غړي هیوادونه به دغه راز پر دې خبري وکړي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغان امنیتي ځواکونو شمیره څومره وي او دغه ځواکونه به څرنګه تمویل شي.

په پلان کي ده چي د روان کال تر پایه پوري به د افغان امنیتي ځواکونو شمیر ۳۵۲۰۰۰ تنو ته ورسیږي خو داسي وړاندیزونه موجود دي چي د دغو ځواکونو شمیره بیرته ۲۲۸۰۰۰ ته راټیټه شي.

په راتلونکې کي د افغان امنیتي ځواکونو کلنۍ لګښت ۴،۱میلیارده ډالر اټکل شوی دﺉ. د امریکا متحده ایالات به د دغو پیسو نیمايي برخه پر غاړه واخلي. دغه هیواد له نړیوالي ټولني څخه غواړي چي د افغانستان د امنیتي ځواکونو د لګښتونو پاته برخه تمویل کړي.

د توغندیو دفاعي سیستم

ناټو به په اروپا کي د توغندیو د دفاعي سیستم د کارونو پیل اعلان کړي. دا سیستم اروپایان د ایران په شان هیوادونو د توغندیو له بریدونو څخه خوندي کوي. دا اعلان به په دې معنی وي چي په ترکيه کي هغه امریکايي جنګي بیړۍ چي د توغندیو په دفاعي سیستم سمبال دي، په المان کي د ناټو د یوې اډې تر کنترول لاندي راشي.

د توغندیو دفاعي سیستم له کلونو راهیسي د جوړیدو په حال کي دﺉ. پولند او رومانیا موافقه کړې ده چي په خپل هیواد کي امریکايي د توغندیو ضد سیستمونو ته ځای ورکړي. همدا اوس هم په هسپانيه کي امریکایي د توغندیو ضد سیستم لرونکي بېړۍ میشتي دي.

دا سیستمونه به په ۲۰۱۸ کال کي په بشپړه توګه فعاله شي. دا هغه څه دي چي روسیه ئې په غوسه کړې ده. روسیې ویلي دي چي د دې کار په مقابل کي به دغه هیواد هم پخپلو اروپايي بندرونو کي توغندی نصب کړي.

ځیرکه دفاع

د ناټو په دې غونډه کي به د «ځیرکي دفاع» په اړه هم خبري وشي. د دې وړاندیز له مخي به د ناټو غړي هیوادونه په سختو مالي حالاتو کي گډي پروژې په لاره اچوي چي له دې لاري د پروژو لگښت راټیټ کړي.

د شیکاگو په غونډه کي به دغه ارز له۲۰څخه تر ۲۵ پوري پروژې اعلان شي. اوس مهال متحده ایالات د ناټو شاوخوا ۷۵ سلنه لگښت پرغاړه لري. دغه هیواد تل د ناټو پر نورو غړو باندي غږ کړی دئ چي د یو شمیر لگښتونه بار پر خپلو اوږو واخلي. خو په اروپا کي د پورونو کړکېچ د دې مخنیوی کوي.

ملگرتیا

ناټو غواړي چي په نړۍ کي خپل ملگري لا پسي ډیر کړي. د هغو ۲۲ هیوادونو مشران چي د افغانستان په عملیاتو کي ئې ونډه اخیستې ده هم په شیکاگو کي د ناټو غونډي ته رابلل شوي دي. ناتو غواړي چي د جاپان، جنوبي کوریا، استرالیا او نوي زیلاند سره خپلي اړیکي لا پسي پیاوړي کړي.

د ناټو دې غونډي ته چین، هندوستان او اسرائیل نه دې رابلل شوي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د ناټو په غونډه کي له گډون څخه انکار کړی دئ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل