1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شپې او ورځې له خوا د تورخم دروازه رسما پرانیستل شوه

۱۳۹۸ شهریور ۲۷, چهارشنبه

پاکستان څو اونۍ ترمخه په آزمایښتي ډول د شپې او ورځې له خوا له افغانستان سره د تورخم دروازه پرانیستې وه، خو عمران خان دغه دروازه نن رسما پرانیستله او ویې ویل چې د دې لارې به له منځنۍ آسیا هیوادونو سره تجارت ډیره وده وکړي.

https://p.dw.com/p/3PnKO
Pakistan und Afghanistan Grenzöffnung bei Torkham
انځور: DW/O. Deedar

پاکستان له افغانستان سره په رسمي توګه په تورخم ترمینل د شپې او ورځې له خوا خدمات پرانیستل څو تګ راتګ او سوداګریزه راکړه ورکړه کې سهولتونه رامنځ ته شي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دغه ورځ «د یوې تاریخي ورځې» په توګه یاده کړه او ویې ویل چې د دغې دروازې د ازمایښتي پړاو «پرانیستلو په ترڅ کې په سوداګرۍ کې پنځوس سلنه ډیروالی راغلی دی.»

د شپې او ورځې له خوا د تورخم د دروازې د پرانیستلو په مراسمو کې د عمران خان تر څنګ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د خیبر پښتونخوا ایالتي اعلی وزیر محمود خان او د والي شاه فرمان ترڅنګ د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل او یو شمیر نورو افغان چارواکو هم برخه اخیستې وه.

د افغانستان او پاکستان تر منځ زیاتره تګ راتګ د تورخم له لارې ترسره کیږي. تر ۲۰۱۲م کاله پورې د تورخم له لارې د سوداګرۍ حجم تر دوه نیمه میلیارده ډالرو پورې رسیده، خو بیا وروسته په سوداګرۍ کې کمی راغی.

پر تورخم دروازه باندې هره ورځ په زرونو خلک او د لاریو کتارونو تګ راتګ کوي چې تر اوسه به یوازې ۱۲ ساعته پرانیستي وه. افغان ولسمشر محمد اشرف غني په جون میاشت کې اسلام آباد ته د خپل سفر په ترڅ کې دغه موضوع راپورته کړې وه.

Pakistan und Afghanistan Grenzöffnung bei Torkham
انځور: DW/O. Deedar

په رسمي توګه د تورخم د دروازې تر پرانیستغونډې وروسته په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې عمران خان وویل چې کله راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د غونډې په ترڅ کې د متحده ایالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ سره وویني نو له هغه به له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د بیرته پیلیدو غوښتنه وکړي. د عمران خان په خبره ده هیله درلوده چې له امریکا سره د تړون تر لاسلیکیدو وروسته به طالبانو سره وویني، خو «له بده مرغه دغه خبرې اترې ختمې شوې.»

افغانستان چې په وچه کې راګیر هیواد دی د خپل نړیوال تجارت له پاره زیاتره د پاکستان له ځمکنیو لارو او د کراچۍ له بندر څخه استفاده کوي. خو په تیرو وختونو کې وخت ناوخته ترینګلتیاوې د دې سبب شوي دي چې ځینې وختونه د تورخم په شمول نورې لارې د څو ورځو له پاره تړلي پاتې وي. افغانستان په وروستیو کې د ایران د چابهار له لارې هم له هند سره راکړه ورکړه کوي.

په پاکستان کې میشت په زرونو افغان مهاجر د تګ راتګ او سوداګرۍ له پاره د تورخم دروازه کاروي. په پاکستان کې شا او خوا ۱،۴ میلیونه راجستر شوي مهاجر ژوند کوي او د اټکلونو له مخې د غیر راجستر شوو کډوالو شمیر هم تر یو میلیون اوړي. په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو له کبله د افغان کډوالو د بیرته ستنیدو لړۍ د پخوا په پرتله ورو شوې ده.

د خیبر پښتونخوا ایالتي اعلی وزیر محمود خان، په خپلو څرګندونو کې وویل چې د شپې او ورځې له خوا د تورخم دروازې په پرانیستلو سره به نه یوازې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګري وده وکړي، بلکې د منځنۍ آسیا هیوادونو سره به هم سوداګري وغوړیږي.

د هغه په خبره «د منځنۍ آسیا هیوادونو ته به د پاکستان د صادراتو پر زیاتیدو سربیره به پيښور او اسلام آباد ته د درملنې له پاره د افغانانو په راتګ کې سهولتونه رامنځ ته شي.» هغه دا هم وویل چې په قبایلي سیمو کې سترې پراختیايي پروژې پيل شوي چې د قبایلي خلکو تر څنګ به یې افغانانو ته هم ګټه ورسیږي.

د پاکستان د لومړي وزیر د سفر په ترڅ کې په تورخم کې ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي وو.