1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شکايتونو ارزول د ټاکنو پايلي بدلولای سي

حسين سيرت/ نجيب الله زیارمل۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۵, دوشنبه

د افغانستان د ټاکنيزو شکايتونو کېسيون د دوشنبې په ورځ د جنوب لوېديځو او شمال لوېديځو ولايتونو شکايتونه بررسي کړل. په دې لړ کي په کندهار، هرات او فراه کي د ډاکټر عبدالله او زلمي رسول پر وړاندي ډير شکايتونه ثبت سوي ول.

https://p.dw.com/p/1Bu3W
انځور: DW/H. Sirat

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مسئولان وايي چي دغو شکايتونو ته رسېدگۍ به د ټاکنو پر وروستيو نتيجو باندي اغېزه وکړي. خو د دغه دواړو کانديدانو استازي بيا وايي چي داسي اسناد چي وښيي رښتيا هم درغلۍ د دوی په گټه ترسره سوي دي وجود نه لري.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون رئيس عبدالستار سعادت د دوشنبې په ورځ شکايتونو ته د رسېدگۍ په علني غونډه کي وويل: «په ځينو مواردو کي دفاعوي ښه دي خو په ځينو کي بيا ضعيفي. موږ د دواړو خواوو اسناد څېړو بيا د دوی دفاعوي په پام کي نيسو، هر يوه چي لوړ منطق لرل په هغه اړه خپله پريکړه کوو.»

د کمېسيون رئيس وويل، دا چي تر اوسه پوري د شکايتونو په اړه کومه پرکړه سوې نه ده، خو شکايتونو ته رسېدگي کولای سي پر پايلو باندي اغېزه ولري.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسیون وايي چي د دغه کمېسيون وروستۍ پريکړه به د ثور مياشتي تر ۲۱ نېټې پوري وسي او خپلي نتيجې به د ټاکنو د خپلواک کمېسيون په اختيار کي ورکړي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون به د ټاکنو له مهال وېش سره سرم د ثور مياشتي پر ۲۴ نېټه د ټاکنو وروستۍ پايلي اعلان کړي.

د دوشنبې ورځي په علني غونډه کي د کندهار ولايت تر ټولو ډير شکايتونه لرله. د دغو شکايتونو ډېر يې د زلمي رسولي په اړه ثبت سوي دي. خلک په زور سره دې ته مجبوره کول چي يوه ځانگړي کانديد ته رايه ورکړي، د زور واکانو په کورونو کي د صندوقونو ډکول او د رايو ورکولو په مرکزونو کي د څارونکو مخنيوی هغه شکايتونه ول چي د کندهار ولايت له خوا ثبت سوي ول.

خو په دغه غونډه کي د زلمي رسول استازي عبدالروف زاهد وويل چي دغه شکايتونه رسمي نه دي او داسي کافي شواهيد وجود نه لري چي وښيي د زلمي رسول تيم په ټاکنو کي درغلۍ کړي دي: «موږ تر دې دمخه لا خبر وو چي ځيني کانديدان قصد لري ډاکټر صاحب زلمی رسول تر سوال لاندي راولي. زه فکر کوم ټول هغه تورونه چي لگېدلي دي هيڅ سند نه لري.»

په فراه ولايت کي بيا د ډاکټر عبدالله عبدالله د تيم په اړه ډېر شکايتونه ثبت سوي دي. په دغه ولايت کي يو شکايت دا وو چي د رايو ورکولو مرکزونو ته غير مسئول وسله وال کسان ننوتي او د رايو ورکولو غوښتنه يې کوله.

خو د ډاکټر عبدالله عبدالله استازی زلگي سجاد بيا وويل چي د دغو شکايتونو په اړه کافي اسناد موجود نه دي: «هغه انځورونه او اسناد چي وړاندي سول په شکايتونو پوري مربوط نه ول. دا هغه عکسونه ول چي د محل د تفتيش او بررسۍ په حال کي اخيستل سوي ول. په دغو مرکزونو کي د نورو کانديدانو رايي هم ډېري وې نو که درغلي سوې وې د نورو کانديدانو په گټه سوي دي.»

له بلي خوا په دې وروستيو کي د ولسمشر حامد کرزي له خوا د دواړو مخکښو کانديدانو او د ټاکنو د کمېسيونونو له استازو سره غونډه جوړه سوې وه. دا چي ويل کيږي په دغه جلسه کي تلاښ سوی دی چي دواړه مخکښ کانديدان دي دوهم واري ټاکنو ته نه ځي او پخپل منځ کي دي يوې موافقې ته سره ورسيږي، د ټاکنو کمېسيون مسئولانو بيا ويلي دي چي په دغه غونډه کي تر ډېره ځايه د ټاکنو د دوهم واري پر ترسره کېدو باندي بحث سوی دی.

سعادت په دې اړه وويل: «په دغه غونډه کي دوه مخکښ کانديدان ول او پر دې باندي بحث وسو چي که چيري انتخابات دوهم پړاو ته ولاړ سي، تياري څه ډول دي، کوم شيان مو په اوله دوره کي زده کړل او په څه ډول بايد په ټاکنو کي روڼوالی تضمين سي.»

په پلان کي ده چي د ټاکنيزو شکايتونو په اړه علني غونډه به درې ورځي نور هم دوام وکي. خو په دغو غونډو کي شکايتونه نه ارزول کيږي.