«د شکنجي ضد قانون باید قربانیانو ته له حکومت څخه د شکایت د حق امکان ورکړي»

په افغانستان کې د بشري حقونو فعالان له ولسمشر غني څخه غواړي چې د شکنجې ضد قانون پراخه کړي. د دې قانون له لارې به د شکنجي قربانیانو ته دا امکان برابر شي چې د امنیتي ځواکونو لخوا د شکنجې په صورت کې د تاوان غوښتنه وکړي.

د بشري حقونو فعالان وايي چې د شکنجې ضد قانون سره ضمیمه شوی د یوه بل قانون په عملي کولو سره به د شکنجي قربانیان دا حق تر لاسه کړي چې د افغان دولت پر ضد د ملکي محکمې غوښتنه وکړي. دغه څه د افغانستان په اوسنیو قوانینو کې ځای نه لري. د دې قانون له لارې د شکنجي قربانیانو ته دا امکان برابر شي چې د امنیتي ځواکونو لخوا د شکنجې په صورت کې د حیثیت اعاده او د تاوان غوښتنه وکړي. 

دغه ضمیمه شوی قانون وړاندیز شوی او د دې قانون ملاتړي هیله من دي چې ولسمشر غني به یې لاسلیک کړي او د یوه فرمان له مخې يې د شکنجې ضد قانون سره یو ځای کړي. په عین وخت کې د ولسمشر غني د دفتر یوه ویاند په دې هکله له تبصرې ډډه وکړه.

د بشري حقونو ځینې فعالان او تحقیق کوونکي وايي چې اوسمهال یوازې حکومت د خپل امنیتي سکتور هغه مامورین چې پر شکنجې تورن وي، تر عدلي تقعیب لاندې راوستلی او هغوی ته سزا ورکولی شي کوم چې د دوی په وینا ډیر کم تر سره کیږي.

هیومن رایټس واچ یا د بشري حقونو د څار سازمان سر څیړونکې پتریشیا ګوسمن د خپلې یوې لیکنې له لارې د دې ضمیمه شوي قانون د توشیح غوښتنه کوي.

خو هغه وايي چې حکومت هم اړ دی چې د شکنجي د قربانیانو او د ځورول شوو کسانو د حقونو د انډول له پاره په خپلو قوانینو کې تعادل رامنځ ته کړي.

نوموړې وویل چې که چیرته د یو تورن کس محکمه وځنډیږي نو په دې نوي قانون سره یو څوک کولای شي چې د تاون د سیستم له موجودیت څخه په ګټه اخیستنې د دولت پر ضد عریضه وکړي.

په عین وخت کې د بشري حقونو څیړونکو د ولسمشر غني د ادارې د هغو هڅو ستاینه کړې چې غواړي شکنجه په یوه جرم بدله کړي خو وايي چې په عمل کې د شکنجې د ورکړې رپوټونو ډیر زیات دي.

د همدې کال په اپریل میاشت کې د ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې راغلي وو چې د حکومت له لوري د شکنجې د کچې د راټیټولو اقدامات ناکامه شوي. په رپوټ کې همدا راز ویل شوي چې د شخړو له امله د نیول شوو کابو ۴۰ سلنه تورنو کسانو چې د رپوټ چمتو کوونکو ورسره مرکې کړې، ویلي دي چې دوی یا د افغان امنیتي ځواکونو له خوا شکنجه او یا هم ورسره بد چلن شوی دی. په دې امنیتي ځواکونو کې تر ډیره پورې د افغانستان د استخباراتو او پولیسو مامورین شامل دي.

په دې رپوټ کې ویل شوي چې د تورنو کسانو وهل ډبول، د لرګیو په واسطه د پښو وهل، پر پلاستیکي پیپونو او کیبلونو وهل او ان د تورنو کسانو بدن او تناسلي آلو ته برق ورکول په دې شکنجو کې شامل دي. رپوټ همدا راز زیاته کړې وه چې د اوږدې مودې له پاره له لاسونو ځوړندول او د تنفس بندول هم په دغو شکنجو کې لیدل شوي دي.

شهرزاد اکبر څوک چې د شکنجې پر ضد فعالیت کوي او یوه مدني فعاله ده وايي چې قربانیانو ته ملکي محکمو ته د خپل تاوان د غوښتنې لاس رسی به دا ډاډمن کړي چې دوی د تاوان غوښتنه وکړي او خلکو ته دا د شکنجو د پیښو معلومات په لاس ورځي.

د بگرام زندان

د بگرام هوايي ډگر رامنځ ته کیدل

پر افغانستان باندی د پخوانی شوروي د یرغل پر مهال په همدې ولسوالۍ کې یو لوی هوايي ډگر جوړ شو او له مسکو څخه رارسیدونکې او دې ښار ته تلونکو الوتکو به له همدې هوایي ډگر څخه پروازونه کول.هغه وخت په دې هوایي ډگر کې کوم زندان موجود نه وو او یوازي د هوايي قواوو صاحب منصبانو ته په کې د استوګنې څو بلاکونه په پام کې نیول شوي ول.

د بگرام زندان

د هوایي ډگړ خرابیدل

په ۱۳۷۵ او ۱۳۷۶ کلونو کې د شمالي ټلوالې او طالبانو تر منځ د نښتو په پایله کې د بګرام هوايي ډگر ته سخت زیان واوښت. هغه وخت دغه سیمه تر ډیرې مودې پورې د ښکیلو غاړو د جګړې لومړۍ کرښه وه.

د بگرام زندان

د امریکايي ځواکونو اډه

کله چې د طالبانو واکمنۍ ړنګه شوه ایتلافي ځواکونو د بګرام هوايي ډگړ په خپله ولکه کې راوست او دغه سیمه يې د خپلو الوتکو د ناستي پاستي له پاره د یوه لوی مرکز په توگه وټاکله.

د بگرام زندان

د زندان رامنځ ته کیدل

ایتلافي ځواکونو د بگرام په هوايي ډگر کې د ملیونونو ډالرو په ارزښت پوځي تاسیسات ورغول او دغه ځای یې په بشپړه توګه له ملکي تسلت څخه بهر کړ. په دې ترڅ کې ایتلافي ځواکونو په دې ځای کې د جگړې پر مهال د نیول شویو بندیانو د ساتلو له پاره ۱۱ بلاکونه جوړ کړ او په دې ترتیب سره یې د بگرام زندان بسټ کیښود.

د بگرام زندان

له ۳۱۰۰ څخه ډیر بندیان

په تیرو لسو کلونو کې د بگرام په زندان کې شاوخوا ۳۱۰۰ کسان ساتل کیدل. د دغو بندیانو په ډله کې له کورنیو جنګیالو نیولي بیا د بهرنیو هیوادونو تر اتباعو لکه پاکستانیانو، عربو او لیبیایي وګړو پوري شامل دي.

د بگرام زندان

له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې

د ۲۰۱۲ کال په لومړیو میاشتو کې د بگرام په زندان کې د امریکايي سرتیرو له خوا د قرآن شریف په گډون د دیني کتابونو د سوځولو له کبله سختي مظاهرې وشوې چې په پایله کې یې ډیر کسانو ته مرگژوبله واوښته.

د بگرام زندان

افغانانو ته د زندان د تسلیمولو غوښتنه

. افغان حکومت د دغه زندان له شتون سره که څه هم په لومړیو کلونو کې مخالفت نه درلود خو په وروستیو کلونو کې یې د دغه زندان شتون خپل ملي حاکمیت ته لوی گواښ وباله او له امریکايي ځواکونو څخه یې وغوښتل چې د هغه مسوولیت په خپله افغانانو ته وسپاري. ولسمشر کرزي په دې اړه څو وارې پر امریکا باندې سختې نیوکې وکړي.

د بگرام زندان

د مسوولیتونو د سپارلو د لړۍ پیل

په لومړي سر کې په ۲۰۱۲ کال د لومړي ځل له پاره افغانانو ته د دغه زندان د ځینو برخو د مسوولیت سپارلو لړی پیل شوه. له هغه وخت راهیسې افغانان توانیدلي چې د نهو بلانکونو کنترول په خپل لاس کې واخلي او شاوخوا ۱۲۰۰ بندیان چې د هغوی په اند بیگناه ول، آزاد کړي.

د بگرام زندان

دوه شخړه ییز بلاکونه

اصلي شخړه د دوو بلاکونو پر سر وه چې په کې له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې بندیان ساتل کیږي. د دغو بندیانو ډیر شمیر پاکستاني وګړي دي. واشنگټن دغه کسان د خپل امنیت له پاره خطرناکه بولي او له همدې کبله ټینگار کوي چې هغوی باید د امریکایي چارواکو له موافقې پرته آزاد نه شي.

د بگرام زندان

نوې نیټه

تر هغه وروسته چې څو وارې افغانانو ته د بگرام زندان د بشپړ مسوولیت سپارلو نیټه وځنډول شوه، اوس پریکړه شوې ده چې د دوشنبې په ورځ به دغه زندان به بشپړه توګه افغانانو ته وسپارل شي. کتونکي د بګرام زندان بشپړ افغانی کیدل د کابل او واشنګټن تر منځ د ستراتیژیک سند پر سر یوې هوکړې ته د رسیدو له پاره یو مهم پرمختګ بولي.

موږ تعقيب کړئ