1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شینگن په مقابل کی شک مخ په زیاتیدو دی

هزیلباخ ،کریستوف/گل غوټۍ پوپل۱۳۹۴ خرداد ۲۴, یکشنبه

د جرمنی د بایرن ایالت پولیسو په یو څو ورځو کی په لسهاوو زره غیر قانوني مهاجر تثبیت کړل چی د آلمان د سرحد څخه راتیریدل. آلمان یوازینی هیواد نه دی چی د شینگن په ساحه کی د هغه د آزاد سرحد کنترول تر پوښتنی لاندی راځي.

https://p.dw.com/p/1Fgvi
انځور: Fotolia/seeyou/c. steps

په اروپا کی د شینگن تړون دا امکانات برابر کړی چی سړی بې له کنترول څخه د مثال په ډول د لزبن څخه آتن او یا هم د پالیرمو څخه ستوکهولم ته په آزادانه ډول سفر وکړي. ۳۰ کاله مخکی یوازی پنځه هیوادونه د لوکزامبورگ په سرحدی سیمه کی پر دې خبری سره یو سول چی د اروپا په دننه کی گام په گام د سرحدونو کنترول له منځه یوسي. د هغه راهیسي نو د شینگن د آزاد کنترول ساحه وار په وار مخ په پراخیدوسوه. او دغه تړون داروپایی ټولنی تر ټولو کامیابه او د خوښي وړ یو تړون وگرځید.

خو دغه تړون د هغو کسانو د خوښی وړ هم دی چی په اول سر کی یې ددغه آزادانه تگ راتگ څخه استفاده په نظر کی نه وه نیول سوي ، لکه د دریمو هیوادونو څخه راغلي مهاجر.

Flüchtlinge an der Grenze zwischen Serbien und Ungarn
انځور: picture-alliance/dpa/S. Ujvari

د مثال په ډول دوی اول ایتالیا ته راځي او بیا اکثراً د هغه ځای دچارواکو په اجازه د اروپا شمال ته ځي او هلته بیا د اطریش د لاری آلمان ته ځانونه راورسوي. خو په اصل کی باید دغه مهاجر په هغو هیوادونو کی د اقامت ویزه په لاس راوړي چی په اول قدم کی ورغلي دي. خو د شینگن د قانون پر اساس بیا دوی دغه چانس په لاس راوړی چی په سرحدونو کی کنترول نه سي.

هیڅ څوک نه غواړی چی په سرحدونو کی په اوږدو قطارونو کی ودریږي

دا چی څومره مهاجر په غیرقانونی ډول آلمان ته راننوزی ، دا خبره د G7 د سرمشریزه پر وخت د بایرن د ایالت پولیسو ته معلومه سوه. خو په دا ډول خاصو حالتونو کی بیا د اروپایی ټولنی یو غړی هیواد اجازه لري چی د شینگن تړون په مؤقتي ډول ودروي او بیرته د سرحدونو کنترول رامنځته کړي. د بایرن د پولیسو په حواله د روان کال د می د ۲۶ نېټې راهیسي څه د پاسه لس زره مهاجر تثبیت سوی چی د سرحدونو څخه آلمان ته رااوښتي دي. د پولیسو د اتحادیې څخه یورگ رادیک وایی چی دا رقم په ټول آلمان کی د عادی حالت په مقایسه دوه برابره دی. خو د ځینو دغو مهاجرو سره بیا مخدره مواد او جعلی اسناد هم را تیریږي چی دا کار د پناهندگۍ د قانون څخه سرغړونه ده.

د بایرن د CSU یا سوسیال مسیحی گوند عمومي منشي اندریاس شوییر د بیلد په نامه آلمانۍ ورځپاڼی ته وویل چی د اروپایی ټولنی سرحدونه نه کنترولیدونکي دي او زموږ همسایه هیوادونه ورته په بې تفاوتۍ سره گوري. که د اروپایی ټولنی مسوولین په ښکاره ډول سرحدي کنترول بیرته ډیر نه کړي ، نو دوی په خپله د انساني قاچاقبرانو او نورو جنایتکارانو د پاره آسانتیاوي برابروي. په اروپایی ټولنه کی د همدغه گوند غړې مونیکا هول مایر بیا د دویچه ویلی سره په خبرو کی وویل چی د شینگن تړون یو لوی بریالیتوب دی ، هیڅ څوک نه غواړی په سرحدونو کی د لارۍ گانو په اوږدو قطارونو کی ودریږي تر څو د سرحد څخه تیر سي. شینگن باید د امنیت او آزادۍ ساحه وگرځي.

د ایتالیا ، فرانسې او دنمارک له خوا فشار

پر شینگن باندی فشار نه یوازی په آلمان کی او د G7 د سر مشریزې راهیسي مخ په زیاتیدو دی ، بلکی په ایتالیا کی د ښي اړخه گوند مشر د می په میاشت کی لا د سرحدونو د کنترول غوښتنه کړې وه . د هغه په نظر د ډیرو مهاجرو راتگ ته په کتو سره ددې امکان سته چی جهادیستان هم په غیرقانوني ډول ایتالیا ته راداخل سي.
په فرانسه کی بیا د شارلی ابدو د طنزی مجلې پر دفتر باندی تر برید وروسته ځینی سیاستوال د سرحدونو د سخت کنترول غوښتنه کوي. د یوې نظر پوښتنی له مخی په فرانسه کی ۶۰ سلنه خلک د شینگن تړون تر پوښتنی لاندی راوستی دی.
په دنمارک کی هم پر دغې موضوع تاوده بحثونه روان دی. د جون پر اتلسمه نېټه په دغه هیواد کی یو نوی پارلمان ټاکل کیږي. د اروپایی ټولنی منتقد او ښي اړخه اولسي گوند د شلو فیصدو ډیرو رایو د ترلاسه کولو خوشبینی کړې ده. دغه گوند غواړی چی د آلمان سره ددغه هیواد سرحد بیرته په منظم ډول کنترول سي.