1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د شیکاگو غونډه دي د ښځو حقوق خوندي کړي"

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۳, شنبه

ملگرو ملتونو ویلي دي چي د ناټو په راتلونکې غونډه کي باید داسي تدابیر ونیول شي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د ښځو حقونه خوندي کړي.

https://p.dw.com/p/14uIs

په افغانستان کي د یوناما مشر جان کوبز، د شبنې په ورځ وویل چي د ناټو غړي هیوادونه باید د شیکاګو په غونډه کي داسي تدابیر تر لاس لاندي ونیسي چي له مخي ئې له افغانستان څخه د هغوی تر وتلو وروسته په دغه هیواد کي د ښځو حقونه خوندي وي.

اوس په افغانستان او له هغه څخه دباندي داسي اندیښنې موجودي دي چي په ۲۰۱۴ کال کي له دغه هيواد څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته به د افغان ښځو لاس ته راوړني له گواښ سره مخامخ شي.

دغه اندیښني له هغه وروسته لا پسي ډیري سوي دي چي افغان دولت او نړیواله ټولنه غواړي چي اوس له طالبانو سره د خبرو اترو له لاري سوله وکړي.

په افغانستان کي د یوناما مشر جان کوبز، د شنبې په ورځ وویل چې باید د افغان ښځو ساتنه وشي. هغه زیاته کړه: «اوس باید د اوږد مهاله سولي او د ښځو د حقونو د ساتني په اړه فکر وشي. د افغانستان ښځي ډیر وخت د جگړې په اور کي سوځېدلي دي.»

د یوناما مشر ویلي دي چي په داسي حال کي چي د افغانستان ډیر امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته سپارل کیږي باید د ښځو ساتنه د جوړیدونکو پلانونو مرکز وي.

په افغانستان کي د یوناما د مشر څرگندوني د ښځو له پاره د ملگرو ملتونو د سازمان سره په یوه گډه بیانيه کي راغلي دي. پر دې سربیره په دې بیانه کي UN Population Fund هم شامل دئ.

د ناټو په راتلونکې غونډه کي چي په شیکاگو کي جوړیږي د ناټو غړي هیوادونه تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان ځواکونو پر تمویلولو او د هغوی پر روزلو باندي خبري اتري کيږي. د ملگرو ملتونو له خوا په خپره شوې بیانیه کي راغلي دي چي له افغان ځواکونو سره مرستي باید په افغانستان کي له بشري حقونو څخه په ساتني پوري تړلي وي.

طالبانو نجوني ښوونځیو ته نه پرېښودلې. هغوی به دغه راز هغو ښځو ته چي چادري به ئې نه پر سر کوله جزا ورکوله او په جنسي جرمونو تورني ښځي به ئې «سنگسار» کولې.

که څه هم په تيرو لسو کلونو کي ښځو په افغانستان کي ډیر پرمختگونه کړي دي خو اوس هم له ډیرو ستونزو سره لاس او گریوان دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض