1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د صدام حسین تر راپرځیدو پنځلس کاله وروسته

۱۳۹۷ فروردین ۲۰, دوشنبه

د ۲۰۰۳م کال د اپریل میاشتې په ۹ نیټه امریکایي عسکرو په بغداد کې د صدام حسین مجسمه رانسکوره کړه. خو ۱۵ کاله وروسته هغه څه چې روښانه دي دا دي چې دغې جګړې د سلګونو زره کسانو ژوند واخیست او له لومړي سره په درواغو ولاړه وه.

https://p.dw.com/p/2vjUh
Etappen des Irakkrieges Gestürzte Saddam-Statue
انځور: picture-alliance/AP Photo

دې کار درې اوونۍ وخت ونیو، چې په عراق کې د امریکا متحدو ایالاتو په مشرۍ پیل شوي یرغل په ترڅ کې د نړۍ په کچه میلیونونه کسان په بغداد کې د صدام حسین د مجسمې رانړیدل ننداره کړي. د ۲۰۰۳م کال د اپریل د نهمې نیټې انځور په ډله ایز ډول د انسانانو حافظې ته وسپارل شو. خو پنځلس کاله وروسته هم ډیري پوښتنې بې ځوابه پاتې دي. د بیلګې په توګه دا خبره لا روښانه نه ده چې د دغې جګړې په ترڅ کې او تر هغه وروسته د رامنځ ته شویو ګډوډیو په ترڅ کې څومره عراقیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

زیاتره اټکلونه د ۱۵۰ زرو څخه تر نیم میلیون کسانو پورې کیږي. ځیني جدي څیړنې بیا دغه شمیر تر دې لوړ ښيي: د لانسیت، په نوم مشهورې طبي مسلکي جریدې له ۲۰۰۶م کال راهیسې ۶۵۰ زره اضافي مړینو شمیر وړاندې کوي. د مستقیم تاوتریخوالي تر څنګ په دغو ارقامو کې پر تأسیساتو د بمبارۍ او د روغتیایي سیستم د له منځه تللو په ترڅ کې رامنځ ته شوي مړینې هم شاملي دي.

خو هغه څه چې روښانه شوي دي دا دي چې د دغې جګړې دلیل د درواغو پر بنسټ ولاړ وو. د عراق د جګړې یو بل انځور هم شته چې د ډله ایزې حافظې سره تړاو نیسي او هغه د ۲۰۰۳م کال د فرورۍ میاشتې پر پنځمه نیټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د امریکا متحدو ایالاتو د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر کولن پاول وینا وه. د جګړې له پیلیدو شپږ اوونۍ تر مخه کولن پاول ۷۶ دقیقي پر دې ولګولي چې د جګړې په پلویتوب د نړیوالې ټولنې فکر باندې اغیز پرې باسي. د هغه د وینا مرکزي محتوا، دا وه چې صدام حسین په لویه کچه تخریبونکي بیالوژیکي او کیمیاوي وسلې لري، د هغه حکومت له نړیوالې ترهګرۍ څخه ملاتړ کوي او د اتومي بم جوړولو هڅه کوي.

«د کیمیاوي وسلو ګرځنده لابراتوار»

د پاول څرګندونې چې د انځورونو په واسطه د بشپړه جزئیاتو سره مل وي، په دې ټکو کې خلاصه کیدې: د دې له پاره چې د ملګرو ملتونو د وسلو د څارونکو له سخت کنترول څخه ځان بچ کړي، عراق لاری موټر د بیالوژیکي وسلو په ګرځنده لابراتورونو اړولي دي. تر هر څه زیات د پاول څرګندونې د یوه علت له کبله حافظې ته وسپارل شوې چې دغه ټولې ادعاوې ناسمې وختي. پاول په خپله په ۲۰۰۵م کال کې دغه وینا د خپل مسلکي ژوند په ترڅ کې د یوه تور داغ په توګه یاده کړه.

ری مک ګورن د استخباراتي چارو کارپوه ده. هغه ۲۷ کاله د امريکا متحدو ایالاتو د مرکزي استخباراتي ادارې سي آی اې، له پاره کار کړی دی، آن ځیني مهال یې پر لوړو پوستونو دنده تر سره کړې ده. هغه او د سي آی اې ځینو نورو همکارانو او همداشانو د نورو استخباراتي ادارو کار کوونکو په ۲۰۰۳م کال کې د «ویتران انټیلجنس پروفیشنلر فور سینتي» په نوم یو سازمان جوړ کړي، چې په انتقادي شکل د متحدو ایالاتو پالیسۍ ارزوي. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «استخباراتو تیروتنه نه وه کړې، بلکې دا یو جعل وو او هغوی پر دې پوهیدل.» نوموړی زیاتوي چې د پاول د بیانیې یوه برخه د آلمان د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ولاړه وه.

په ۱۹۹۹م کال کې عراقي کیميا پوه رافد احمد علوان، آلمان ته د یوه مهاجر په توګه راغی. د هغه موجودیت د آلمان د بهرنۍ استخباراتي ادارې د پام وړ وګرځید او له هغه څخه یې تحقیق وکړ. د آلمان استخباراتي اداره د صدام حسین د ویجاړونکو وسلو په هکله د معلوماتو د تر لاسه کولو هیله درلوده. علوان ته د «کرف بال» مستعار نوم ورکړل شو. هر څومره معلومات چې به هغه ورکول د هغې په مقابل کې به یې وضعیت ښه والي موند. هغه آلماني پاسپورټ او پیسې تر لاسه کړې او د خپل اپارتمان خاوند شو.

دې کار تر هغه وخته ادامه ومونده، څو چې د آلمان استخباراتي ادارې د علوان پخوانی رئیس وپيژند او د علوان درواغ یې رسوا کړل. په دې هکله د آلمان استخباراتو خپل امریکایي شریکان خبر کړل. خو د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د یوولسمي تر پیښې وروسته د علوان په هکله لیوالتیا بیا ډیره شوه. دي ویلت، په نامه آلمانۍ ورځپاڼې د ۲۰۱۱م کال په اګست میاشتې د آلمان د بهرنۍ استخباراتي ادارې د پخواني مشر اوګوست هاننګ له قوله رپوټ خپور کړ چې امریکایانو په ۲۰۰۱م کال کې له آلمان څخه د یوې الزامي توضیح غوښتنه وکړه چې د علوان څرګندوني سمي دي. هاننګ، دا خبره رد کړه او د سي آی اې مشر جورج تینیت ته یې ولیکل چې تر اوسه کوم دریم کس، د دوی د سرچینې په ډول معلومات نه دي ورکړي او له دې کبله دغه معلومات باید غیر تائید شوي و انګیرل شي.

پر نورو سربیره د کرف بال، د شاهدي د کره والي په هکله د خبرداریو سره سره، دغه څه د کولن پاول د جګړې د تبلیغ مرکزي ټکی وو. په دې هکله ری مک ګورن وایي: «هغوی په دې پسې نه ګرځیدل چې ایا کرف بال پوهیده چې څه وايي او که نه. د دوی له پاره همدا کافي وه چې په رسیدلو معلوماتو کې دومره څه وو، چې دوی یې په رسمي توګه اعلان کړي او بیا یې هغو مسلکي او تخیلي کسانو ته چې د CIA له پاره یې کار کاوه ورکړي. دغو مسلکي کسانو بیا له ترلاسه شویو معلوماتو داسې انځورونه جوړ کړل چې پکښې د کیمیاوي وسلو دغه ګرځنده لابراتوارونه ښوول کیدل، چې په اصل کې یې شتون نه لاره. خو کولن پاول بیا همدو انځورونو ته په خپل بیان کې ځای ورکړ.»

په هماغه لومړیو کې بریتانوي متحدان هم په دې کې ښکیل شول. د ۲۰۰۵م کال په می میاشت کې بریتانوۍ ورځپاڼې «سنډی ټایمز» د هغه یوه یادښت د محتوا په هکله چې هغه مهال ډیره سري یادیده رپوټ ورکړ. د هغې عنوان وو بریتانیي د لومړي وزیر ټوني بلیر سره د ۲۰۰۲م کال د جولای پر ۲۳مه د عراق په هکله ملاقات وو. په دغه غونډه کې د بریتانيا د بهرنیو چارو نوی وزیر جیک سټرا، د دفاع وزیر ګیوف هون، لوی څارنوال ګولډ سمت او د بهرنۍ استخباراتي ادارې ام آی ۶ مشر سر ریچارد دیرلوف شامل وو، چې په دغه یادښت کې د انګلیسي په C، توري یاد شوی وو.

په دغه غونډه کې دیرلوف په واشنګټن کې د سي آی اې له مشر تینت، سره د ملاقات په هکله خپل رپوټ وړاندې کړی وو. هغه ویلي ول چې پوځي انتخاب ته د هرو مرو اقدام په سترګه کتل کیږي: «بوش غواړي چې صدام حسین د یوه پوځي اقدام په ترڅ کې لیرې کړي او دغه حمله له تروریزم سره د ارتباط او همداشان د ډله ایز وژونکو وسلو له کبله توجیه کړي.» خو جیک سټرا ویلي ول چې «په دې هکله موجود شواهد ناڅیزه دي. صدام حسین کوم خپل ګاونډي نه ګواښي او ډله ایزو وژونکو وسلو ګواښ یې تر لیبیا، شمالي کوریا او ایران کم دی.»

همداشان لوی څارنوال ګولد سمت ویلي وو چې د رژیم د بدلولو هیله، د یوه پوځي ماموریت له پاره کوم حقوقي بنسټ نه دی. خو پر دغو ټولو انديښنو سربیره هم توني بلیر له امریکا سره د ځانګړو مناسباتو د درلودلو له کبله په دغه جګړه کې ورګډ شو.

زموږ له آرشیف څخه: