د صربستان د ټاکنو پایلې معلومې شوې
۱۳۹۱ خرداد ۱, دوشنبهاعلان
د صربستان د جمهوري رياست په ټاکنو کې نشنلست کانديد تومسلاو نيکوليچ، د اروپا له پلوي بوريس تاديچ څخه مخ ته سوی دئ. لکه څنګه چي د صربستان د ټاکنو کمیسیون خبر ورکړی دئ نيکوليچ ۴۹،۴ او تاديچ ۴۷،۴ سلنه رايې تر لاس کړي دي. خو د دې خبري رسمي تأييد به نن شپه اعلان سي. د صربستان په ټاکنو کښي د ۶،۸ میليونه مستحقو کسانو څخه فقط نيمايي ئې برخه اخيستې وه.