1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د صنعتي کېدو په درشل کې هیوادونه په نوي ډیلي کې سلا مشورې کوي

۱۳۹۱ فروردین ۱۰, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/14UGS

د صنعتی کېدو په درشل کې د هیوادونو مشران په نوي ډیلي کې د څلورم وار له پاره سره راټول سوي دي. د هند په پایتخت کې د بریکس په نامه دغه هیوادونه چې په هغو کی برازیل، روسیه ،هند ،چین او جنوبي افریقا شامل دي، غواړی چې د نور تر څنګ د مشترکو تأسیساتو د جوړولو په هکله سلامشورې وکړي چې خپلو اقتصادي اړیکو ته وده ورکړي.

همدارنګه به د مشترکې پانګه اچونې له پاره د داسي یوه بانک پر جوړېدو هم خبرې اترې وسي چې د هغه په واسطه د پرمختیایي او بنسټیزو پروژو سره مرسته وشي. د برازیل په نظر ښایي دغه بانک په اروپا کی د اقتصادي بحران سره هم مرسته وکولای شي.