1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د صوماليا بحران

۱۳۸۵ بهمن ۵, پنجشنبه

د ملگروملتونوله ماشومانوسره مرسته کوونکې ټولنه يونيسف، د صومالياله ټولوډلواوحکومتي پوځ نه غوښتنه کوي چې، په خپلوټوليوکې له ماشومانواونويوځلميانونه نور د سرتيروپه توگه کاروانخلي اوسمدستي يې سوله ايزژوندکولوته پريږدي.

https://p.dw.com/p/DMr1
انځور: AP

يونيسف د save the children له خيريه ټولنې سره د يوې گډې ويناپه ترڅ کې، د صومالياله مؤقتي حکومت څخه غواړي چې، له خپلوکورنيوسره د ټولوماشوم سرتيرو د بيايوځای کيدو او د هغوۍ د پالنې لپاره، له هيڅ ډول هلوځلواوزيارنه ډډه ونکړي. د عيني شاهدانوگڼ شميرراپورونه داپه ډاگه ثبوتوي چې د صومالياپه نويوجگړوکې ماشومانواونويوځلميانوپه فعاله توگه برخه درلوده.

د ماشومانواوښځو د وژنې له کبله انديښنه

يونيسف د هغوراپورونوله کبله ډيره انديښمنه ده، د کوموپربنسټ چې ښايي د صوماليا د حکومت لخوا، د وروستۍ جگړې په وروستيوورځوکې، د پراخه بمباريوله امله صوماليايي ماشومان اوښځې وژل شوي او د مهاجرينوپرکمپونوباندې د توغنديوډزې شويدي. د کينياپه لور د پولې تړلو، د صومالياپه جنوب کې مهاجرين له لاډيروخطرونوسره مخامخ کړيدي. يونيسف ته د رسيدلوخبرونوله مخې پرڅوتنوماشومانو باندې د سړک پرمخ ډزې شوي اوصغيروگړي د جگړه مارانولخواپه جگړوگمارل شويدي.