1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو او امریکا تر منځ د پاکستان منځګړیتوب

دویچ ویله/عبدالباري حکیم۱۳۹۲ خرداد ۳۱, جمعه

په افغانستان کې له دولس کلنې جګړې وروسته امریکا او طالبان چمتو شوي دي چې په قطر کې مخامخ له یو بل سره وغږیږي. کارپوهان وایي چې پاکستان په دې لاره کې ستر نقش لوبولی دی.

https://p.dw.com/p/18ttb
انځور: AFP/Getty Images

په ۲۰۱۱ کال کې امریکا متحده ایالاتو په یو لړ جدي هڅو لاس پورې کړ تر څو د افغانستان هغې شخړې ته د پای ټکی کیږدي چې په ۲۰۰۱ کال کې د سپتمبر په یولسمه په امریکا باندې د تروریستې بریدونو څخه وروسته پیل شوې وه. پاکستان د امریکا او طالبانو له پټو خبرو څخه خوښ نه وو. ځیني شنونکي حتی وایي چې د دغه خبرو په ویجاړولو کې پاکستان بریالی هم شو. اسلام آباد غوښتل چې د خپلو له استخباراتي ادارو څخه له طالبانو سره د خبرو له پاره کار واخیستل شي. دا هم روښانه ده چې طالبان د پاکستان له امنیتي تأسیساتو لکه پوځ او استخباراتي ادارې، ISI سره له پخوا اړیکي لري.

اسلام آباد تل څرګنده کړې ده چې د هغه له ملاتړ څخه پرته په افغانستان کې سوله راتلای نه شي او هر هغه جوړښت چې په ۲۰۱۴ کال کې د ناټو له وتلو وروسته هلته رامنځ ته کیږي، باید د پاکستان ګټې له پام څخه ونه غورځوي. د پاکستان د ګټو څخه معنی دا ده چې په هر راتلونکي حکومت کې باید د طالبانو برخه ستره وي.

د ۲۰۱۱ کال خبرو په رښتیني توګه کومه پایله نه درلوده. پاکستان او افغانستان دواړو له زورپالوونکو سره چې په تیرې لسیزې کې د زرګونو خلکو د وژنې مسوولیت پر غاړه لري، لیدنې کتنې درلودې. متحده ایالاتو اعلان کړی دی چي چارواکي به یې په دوحه کې د طالب له مشرانو سره وویني. طالبانو هم ویلي دي چې هغوی غواړي له امریکایانو سره چې د هغوی رژیم یې په ۲۰۰۱ کال کې رانسکور کړ او افغانستان یې«اشغال» کړ، خبرو اترو ته کښیني. خو دا ځل افغان حکومت د مخالفت چیغه پورته کړه. اسلام اباد له ځینو ملاحظاتو سره سره، د متحده ایالاتو له دې اقدام څخه هرکلی وکړ. پاکستاني حکومت د پنجشنبې په ورځ (د جون ۲۰) وویل چې د دوحې د خبرو اترو د پیاوړتیا په موخه به ځیني افغان طالبان له زندان څخه خوشي کړي.

د افغان حکومت اندیښنه

د ولسمشر حامد کرزي حکومت په دې ګمان دی چې د خبرو اترو له پاره متحده ایالات له اسلام آباد سره توافق ته رسیدلي دي او په دې ډول افغان حکومت یې له بهیر څخه په ناخبرې کې ساتلی دی. دا چې د ملا محمد عمر په شمول د طالبانو مشري له پاکستان سره نزدې اړیکي لري، له متحده ایالاتو سره د خبرو اترو له پاره د هغوی چمتوالی د کرزي حکومت په غوسه کړی دی. پاکستان ته په غیر مستقیمه توګه اشارې سره د کرزي له خوا په یوې خپری شوې وینا پاڼه کې راغلي دی: «وروستي تحولات ښیي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر تر شا ځینې بهرني لاسونه دي. تر هغې پورې چې د سولې خبرې اترې په بشپړه توګه د افغانانو تر مشرۍ لاندې صورت ونه مومي، د سولې عالي شورا به په دا ډول خبرو کې ګډون ونه کړي.»

د افغان چارواکو له پاره چې له اوږدې مودې را په دیخوا پاکستان ملامت ګڼي چې د طالب زور پالونکو څخه د ملاتړ سره په افغانستان کې ناکراریو ته لمن وهي، له امریکا سره د اسلام آباد د همکارۍ چمتوالی یوازې یوه معنی لري هغه دا چې: اسلام آباد طالبانو ته شین چراغ ورکړی دی ترڅو له امریکایانو سره خبرې اترې وکړي.

د حامد کرزي دا وینا چې د قطر خبرې اترې به تحریم کړي، متحده ایالاتو ته هم اندیښنه پیدا کړې ده. وضعیت تر دې کچې ګډوډ شو چې د افغان حکومت د وینا له مخی د بهرنیو چارو وزیر جان کیري «څو ځلې» کابل ته تلیفونونه وکړل، تر څو خپل افغان لوري ته ډاډ ورکړي چې واشنګتن هیڅ قصد نه لري چې د افغانستان ګټې بې اهمیته وګڼي. د رپوټونو له مخې کیري په وار وار سره له افغان ولسمشر څخه وغوښتل چې خپل تحریم باندې له سره کتنه وکړي.

د اسلام آباد لاسوهنه

کراچۍ میشته د دفاعي او امنیتي چارو کارپوه علي چشتي وایي چې اسلام آباد له امریکایانو سره خبرو اترو ته د طالبانو په قانع کولو کې ستر رول لوبولی دی. د هغه په وینا د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) اوسنې مشر ظهیر الاسلام د پخواني مشر په پرتله له امریکایانو سره ښې اړیکي لري.

چشتي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «له دریو کلونو څخه د زیاتې مودې له پاره د امریکا متحده ایالاتو، افغانستان او پاکستان پر دې بهیر باندې کار کاوه. خو اوس د افغانستان حکومت فکر کوي چې څنډې ته کړای شوی دی. کابل خپلې انديښنې لري، خو زما په فکر کابل باید ډیر پوخوالی وښيي، ځکه چې افغانستان اوس په یوه حساس پړاو کې قرار لري.»

د دغه څیړونکي په آند د اسلام آباد حکومت په افغانستان کې یوازې خپلې ګټې تعقیبوي او له دې پرته له اسلام آباد څخه زیات انتظار و نه شي. هغه دې خبرې ته اشاره وکړه چې په ۱۹۹۶م کال کې اسلام آباد د طالبانو په لاس د کابل سقوط ممکن کړ او د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر له پیښو وروسته هم له طالبانو سره نزدي اړیکي لري.

هغه زیاته کړه: «خو دا یوازې پاکستان نه دی، چې په افغانستان کې خپلې ګټې لري. ایران، هندوستان او همدا شان چین هم خپلې ګټې لري. د کرزي حکومت همداشان پر هغو هیوادونو باندې هم انتقاد وکړي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي.»

د دغه کارپوه په وینا که څه هم د پاکستان نوی ټاکل شوی صدراعظم له طالبانو سره ښې اړیکي لري، خو ښایي د خبرو اترو په ترڅ کې پر دغه ډلې لږ اغیز ولري: «د دغسې مسایلو په اړه تصمیم د پاکستان د پوځ له لوري نیول کیږي. نوازشریف به هغه کار وکړي، چې پوځ ورته څه وایي.»

له خطره ډک مشارکت

یو شمیر کارپوهان په دې نظر دي چې ښايي راتلونکي تحولات په آسانې سره پر مخ ولاړ نه شی او طالبان د سولې خبرو اترو ته دومره لیواله نه دي. د څیړونکو په آند که حتی که چیرې طالبان له امریکایانو سره یوه توافق ته ورسیږي، په افغانستان کې د سولې ضمانت نه شي ورکول کیدای.

په همدي دلیل لویدیځوال پر پاکستاني نهادونو بشپړ باور نه لري او په دې اړه ګیچ پاتي دي چې څرنګه دغه شخړه پای ته ورسوي. له یوه پلوه لویدیځ په افغانستان کې د ثبات له پاره د پاکستان همکارۍ ته اړتیا لري او له بل پلوه په بشپړه توګه پر دغه هیواد باور نه لري.