«د طالبانو برید ښيي چې امریکا خپل هدف ته نه ده رسیدلې»
۱۳۹۱ اسفند ۱۹, شنبه
د شنبې په ورځ سهار د افغانستان د دفاع وزارت مخې ته یوه چاودنه وشوه چې په کې نهه تنه ملکي وگړي ووژل شول او ۱۴ تنه نور ټپیان شول. د افغانستان د پارلمان د کورني امنیت د کمیسیون مشر میرداد نجرابي، وايي چې طالبان غواړي له دغه شان بریدونو سره وښيي چې د بهرنیو ځواکونو پر حضور سربیره هم د بریدونو د ترسره کولو توان لري. هغه زیاتوي: «د افغان دولت مخالفین د هیڅ ډول بریدونو له ترسه کولو څخه درېغ نه کوي. هغوی آن د ناټو د ځواکونو پر حضور سربیره هم په بریدونو لاس پورې کوي.»
ښاغلی نجرابی وایي چې «د پاکستان استخباراتي اداره غواړي چې د دغه شان بریدونو په لاره اچولو سره پر افغان دولت او نړیوالې ټولنې باندې فشارونه لاپسې زیات کړي.» د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته یو تیلیفوني لیکلی پیغام يا SMS استولی دی او په کې یې د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده.
د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې د بریدونو ډېرېدل
۲۰۱۳ کال د افغانستان له پاره ځانگړی اهمیت لري. په دې کال کې به د افغانستان ټول امنیتي مسوولیتونه پخپله افغانانو ته وسپارل شي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د کابل پر ښار باندې د یاغیانو د بریدونو کچه لوړه شوې ده.
د افغانستان د پارلمان یو بل غړی شیر ولي وردک، وایي چې وروستی برید ښيي چې د افغانستان دښمنان اوس هم د پیاوړو بریدونو د ترسره کولو توان لري. هغه زیاتوي: «د افغانستان دښمنان که هغه القاعده وي، که طالبان وي او یا بل څوک، هغوی کولای شي چې خپل ځان آن د دفاع وزارت دروازې ته راورسوي. دا ښيي چې دښمن کولای شي په هرې سیمې کې چې وغواړي امنیتي وضعيت خراب کړي.»
دغه کارپوهان ټینگار کوي چې افغانستان په داسې حال کې د ۲۰۱۴ کال په لور روان دی چې امنیتي وضعیت په کې سم نه دی او یاغیان په ډیرو مهمو برخو کې خونړيو بریدونو د ترسره کولو توان لري.
ښاغلي وردک وویل: «[د بریدونو] تر ټولو لوی لامل دا دی چې هغوی غواړي امریکا ته وښيي چې په افغانستان کې خپلو اهدافو ته نه ده رسیدلې او په دې هیواد کې ناکامه شوې ده.»
خو د افغانستان د دفاع وزارت بیا ادعا کوي چې د دغه شان بریدونو ترسره کیدل کومه نوې پېښه نه ده. د دې وزارت چارواکي ټینگار کوي چې اوس طالبانو د مخامخ جگړې توان له لاسه ورکړی دی او له همدې کبله په ځانمرگو بریدونو لاس پورې کوي.