1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو بيا ادغام د کابل د کنفرانس مهمه موضوع

۱۳۸۹ تیر ۲۳, چهارشنبه

د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ايالاتو ځانګړي استازي ريچارد هولبروک: د بيا ادغام شر طونه: له تاوتريخوالي څخه لاس اخيستل، له القاعده تروريستي سازمان سره اړيکي شلول او د افغانستان د اساسي قانون منل.»

https://p.dw.com/p/OIXS
د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ايالاتو ځانګړي استازي ريچارد هولبروک
د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ايالاتو ځانګړي استازي ريچارد هولبروکانځور: picture-alliance / dpa

د افغان ولسمشر حامد کرزي هغه هڅه او وړانديز چې له مخې به يې د طالبانو جنګيالي بېرته عادي ژوند ته ستانه شي، ښايي چې په راتلونکي اونۍ کې د يوې نړيوالې غونډې په ترڅ کې د پاملرنې وړ يوه مهمه موضوع وي.

د متحده آيالتونو د يو چارواکي په خوله بسپنه ورکونکي هېوادونه اوس لا داسې بودجې رامنځته کوي تر څو طالب جنګيالي د جګړې له ډګره څخه په شا شي. امريکايي چارواکي ريچارد هولبروک وويل چې د کابل په غونډه کې به د متحده آيالتونو د بهرنيو چارو د وزيرې په شمول د نورو هېوادونو وزيران هم ګډون کوي او د ادغام د يو پروګرام په سر به خبرې وشي. کابل او واشنګټن هيله لري چې له دې لارې به ښايي د افغانستان په جګړه ځپلي هېواد کې يوې ممکنې سياسي حل لارې ته ور پرانستل شي.

«د پيسو راټولېدل پيل شوي دي. دا به د کنفرانس يو اصلي د تمرکز ټکي وي.» دغه څرګندونه هولبروک، يعنې د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده آيالتونو خاص استازي وکړه. هغه وويل چې د بهرنيو هېوادونو لخوا دا مهال د بيا ادغام د چارو په مقصد تقريبا 180 مليونه امريکايي ډالره راټول شوي دي. د امريکې د متحده آيالتونو د دفاع وزارت سربېره پر دې نور سل مليونه ډالره همدې پروګرام ته بېل کړي دي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وېستروېله هم له دغه پلان څخه ملاتړ کوي. د آلمان پوځ د مرکزي قوماندانۍ څخه د کتنې پر مهال وېستر وېله ټينګار وکړ چې د طالبانو د پخوانيو جنګياليو د ادغام چارې د نړيوالې ټولنې د ستراتيژۍ يوه مهمه برخه ده.

وستر ويله يادونه وکړه: «د يوې سياسي حل لارې يوه برخه دا ده چې بيا ادغام او پخلاينه په افغانستان کې وشي. بې له بيا ادغام او ملي پخلاينې څخه به په افغانستان کې سوله ونه وينو.»

د متحده آيالتونو چارواکي، د عادي جنګياليو چې کېداي شي د اقتصادي وجوهاتو له مخې جنګيږي، او د جګپوړو کسانو تر منځ فرق کوي کومو چې د يولسم سپتمبر د بريدونو څخه مخکې د القاعدې غړو ته پناه ورکړې وه.

هولبروک وويل چې هر هغه څوک چې يو څو شرطونه پوره کوي، کولاي شي چې په اوسني افغانستان کې خپل وړځاي ومومي. په دغو شرطونو کې له تاوتريخوالي څخه لاس اخيستل، له القاعده تروريستي سازمان سره اړيکي شلول او د افغانستان د اساسي قانون منښت هم راځي.

هولبروک په تکرار سره وويل چې واشنګټن غواړي د کرزي پر هغه وړانديز باندې غور وکړي چې له مخې به يې د طالبانو ځيني غړي د ملګرو ملتونو له تور ليسته وايستل شي، چې دا هم د اعتماد په جوړولو کې يوه بله هڅه ده، خو زياته يې کړه چې سړي بايد هرې ځانګړې قضيې ته په جلا ډول يوه وګوري او په دقيق ډول هر ځانګړي کيس وڅېړي.

د افغانستان حکومت د سې شنبې په ورځ په امريکا کې خپاره شوي رپوټونه رد کړل چې ګواکې د ملګرو ملتونو څخه يې غوښتنه کړې چې په تور ليست کې د راغلو 137 نومومو څخه دې 50 نومونه لېرې کړاي شي، خو غبرګه يې کړه چې يو نوي اقدام ته هم اړتيا ليدل کيږي.

خاص استازي هولبروک زياته کړه چې د کابل د کنفرانس په ترڅ کې به د افغانستان د پر له پسې بېلابېلو تګلارو جاج واخيستل شي، چې موخه يې په افغانستان کې د امنيت، ښې حکومتوالۍ او نورو مهمو موضوعګانو څخه ملاتړ دي، تر څو دې ته لاره هواره شي، چې د امريکا متحده آيالتونه د 2011 م کال تر جولاي مياشتې پورې د دې وړ وګرځي چې د خپلو ځواکونو د يوې برخې ايستل پيل کړي.

آژانسونه/ نسيم صابر

کتونکي: عبدالباري حکيم