1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو تر کنترول لاندی ولسواليو کې د انتخاباتو امنيت

۱۳۸۸ خرداد ۲۰, چهارشنبه

د افغانستان دولت دا منلې چې لس ولسوالۍ د طالبانو تر كنترول لاندې او په ګڼو نورو ولسواليو كې امنيت ټكنى دى. له همدې امله د راتلونكي ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاكنو د امنيت د نشتون له كبله افغانان انديښنه لري.

https://p.dw.com/p/I6jZ
افغان وګړو ته ويشل شوي د راجستر کيدلو انتخاباتي کارتونهانځور: DW/Arkadi Dubnow

د افغانستان په ګڼو ولسواليو كې د امنيت د نشتوالي له كبله د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره د ازادو ، عادلانه او ټوليزو ټاكنو د ترسره كيدو په هكله انديښنې راولاړې شوي دي. افغان امنيتي چارواكي دا منلې چې لس ولسوالۍ د دولت د وسله والو مخالفينو تر كنترول لاندې دي، همدارنګه ويل كيږي چې په ګڼو نورو ولسواليو كې هم دولتي ځواكونه او هم وسله وال طالبان شتون لري، چې په دې صورت كې به په سل هاوه زره وګړي په ټاكنو كې برخه وانه خيستلاى شي.

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان ريس لعل ګل لعل دويچه ويلې ته د يوې مركې په ترڅ كې وويل چې: دوى دا انديښنه لري چې دا يواځې لس ولسوالۍ ندي بلكې په شلو ولايتونو كې به د امنيتي ستونزو د شتون له امله ټاكنې به په ازاده توګه تر سره نشي.

لعل ګل لعل وايي چې: په هغو ولسواليو كې چې د وسله والو مخالفينو تر ولكې لاندې دي خلك نشي كولاى په ټاكنو كې برخه واخلي نو له دې امله راتلونكي ټاكنې به له حقوقي پلوه خپل مشروعيت له لاسه وركړي.

د فيفا يا د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو د بنسټ اجرائيه ريس جانداد سپين غر دويچه ويلې ته وويل چې: سره لدې چې د افغانستان په ځينو سيمو كې د امنيت د نشتوالي ستونزه به په ټاكنو ډيره منفي اغيزه وكړي خو كيداى شي چې ټاكنې تر سره شي او مشروعيت هم ولري.

د بشري حقونو د سازمان مشر وايي چې: نه يواځې دا چې د دغو لسو ولسواليو اوسيدونكي به د ټاكنو له بهير څخه او د راى وركولو له مسلم حق څخه بې برخې پاتې شي همدارنګه به دوى له بنسټيزوحقونو څخه هم بې برخې پاتې شي .

داچې څرنګه كيداى شي په لنډه موده كې د ټاكنو لپاره اړين شرايط چمتو شي جانداد سپين غر وايي چې : هغه ولسوالۍ چې د دولت د مخالفينو تر كنترول لاندې دي بايد ژر تر ژره د دولت تر كنترول لاندې راوستل شي او د ډاډ من امنيت په راوستلو كې هڅه وكړي.

د بشري حقونو د سازمان مشر وايي چې: د نړيوالې ټولنې او افغان دولت مكلفيت دى چى د ټولو افغانانو لپاره په ټاكنو كې د برخې اخيستنې شرايط چمتو كړي.

د يادونې وړ ده چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاكنو ته اويا ورځې پاتې دي ، د ډيرو خلكو په ذهنونو كې دا انديښنه موجوده ده چې دولت او نړيواله ټولنه به ونشي كړاى چې په دې لنډه موده كې په نا امنو سيمو كې ډاډ من امنيت راولي.

برى پال

کتونکی: يحيی وردک