1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو د سفر پر بنديز باندي له سره غور وسو

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله(فرانس پرس)۱۳۹۱ آذر ۲۸, سه‌شنبه

د ملگرو ملتونو امنيت شورا د هغو طالبانو د سفر کولو پر بنديز باندي له سره غور کړی دی، چي د دغه سازمان په تور لست کي شامل دي. ويل سوي دي چي دا کار ځکه سوی دی، چي دغه کسان د سولي د خبرو کولو له پاره خارج ته سفرونه وکړای سي.

https://p.dw.com/p/174dj
انځور: dapd

د ملگرو ملتونو د بنديزونو په تور لست کي نزدې ۱۳۲ کسان او څلور سازمانونه شامل دي. ديپلماتان په دې هيله ده، چي د دغو کسانو له ډلي څخه پر يوشمېر باندي ئې د سفرکولو د بنديز ليري کول به د سولي او پخلايني پر پروسې مثبه اغېزه وکړي.

د امنيت شورا دغه پریکړه ليک «له افغان حکومت څخه غوښتي دي، چي د سولي د عالي شورا سره په همږغۍ د هغو کسانو نومونه چي د سفربنديز د ليري کولو استثنايي پريکړه ئې سوې ده، د برسۍ له پاره د امنيت شورا د بنديزونو کمېټې ته وړاندي کړي.»

ويل سوي دي، چي د دغو کسانو هغه ځايونه هم بايد معلوم سي، چي دوی د سولي او پخلايني د خبرو اترو له پاره هلته سفر کوي.

دغه راز د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د جزايي اقداماتو کمېټې غوښتنه کړې ده، چي د دغو اشخاصو د پاسپورت نمرې، د هغوی د سفر ځای او وخت په اړه باید معلومات ورکړي او د سفر موده ئې بايد تر ۹ مياشتو زياته نه وي.

په ملگرو ملتونو کي د بريتانيا سفير مارک ليال، ويلي دي، دغه پريکړه ليک چي د امريکا متحده ايالاتو په ملاتړ تصوب سو، په استثنايي مواردو کي «د طالبانو پر سفر باندي په ممنوعيت کي اسانتياوي رامنځته کوي او دا به په راتلونکو دوو کلونو کي چي د سولي او پخلايني بهر به ډير مهم وي مثبته اغېزه وکړي.»

د فرانسوي چارواکو په خبره په دغه اوونۍ کي به دوه تنه طالب مشران د غير رسمي خبرو اترو له پاره هغه هيواد ته سفر وکړي. په دغه خبرو کي به د افغان حکومت او د هغه پر مخالفينو سر بيره د شمالي ټلوالي استازي هم گډون وکړي.

طالبانو څو ورځي مخکي ويلي ول، چي پاريس ته د خبرو له پاره نه ځي، بلکي په دې سره غواړي چي نړيوالو ته خپل دريځ روښانه کړي.

د افغانسان د سولي شورا استازو ويلي ول، چي په پاريس کي به د طالبانو له استازو سره وگوري.

دغه غونډه د پاريس په يوه نامعلوم ځای کي جوړيږي.