1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د طالبانو د مشرانو سره د سولي خبري رواني دي"

۱۳۹۰ فروردین ۱۷, چهارشنبه

يو افغان لوړ پوړي دولتي چارواکي د چهارشنبي په ورځ ددولت له لوري د طالبانو د مشر انو سره د پخلايني د خبرو اترو پخلی کړی.

https://p.dw.com/p/RFwy
د سولي د عالي شورا مشران
د سولي د عالي شورا مشرانانځور: DW

سيد محمود ستانکزي د سولي د عالي شورا سيکرتر وويل «موږ په روان وخت کي د هغوی سره په اړيکو کښي يو». هغه زياته کړه « تراوسه پوري په دې برخه کي کافي کوښښونه سوي دي. موږ د خپله اړخه څو تنه نمايندګان هغوی ته استولي او هغوی خپل نمايندګان موږ ته.»

د افغان ولسمشر حامد کرزي لخوا د سولي عالي شورا تير کال جوړه سوه، او هيله يې څرګنده کړې ول ترڅو طالبان د جنګ څخه لاس پر سر سي، او د سولي د بهير سره يو ځای سي.

خو دغه غوښتني هر وخت د طالبانو لخوا رد سوي دي، او هر وخت يې ويلي چي، تر څو پوري په افغانستان کي بهرني ځواکونه شتون ولري خبرو اترو ته غاړه نه ږدي.

ستانکزي زياته کړه « امنيتي او سياسي موضوعاتو ته په کتو سره مخالفين په څرګند ډول ددي اعلان نه سي کولا چي، موږ روغي جوړي ته تيار يو.»

دغه خبري هغه په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو د سفير ايکن بيري سره يو ځای په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي وکړې.

په دغه خبري غونډه کي ايکن بيري د سولي د عالي شورا سره د ۵۰ ميلونو ډالرو د مرستي اعلان هم وکړی.

امريکايي ديپلومات وويل «موږ۱۰۰ ٪ د بيا يوځاي کيدني او د پخلايني تر شا ولاړ يو»

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل