1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو سره خبري د نطفې په حال کي دي

۱۳۸۹ مهر ۷, چهارشنبه

په افغانستان کي د ناټو يو لوړ پوړي ملکي چارواکي وويل چي د طالبانو د مشرانو سره د خبرو د پيل دپاره د افغان حکومت هلي ځلي "د نطفي د تړلو په پړاو کي دي".

https://p.dw.com/p/PPTR
د افغانستان د پاره د ناټو ملکي ډيپلوماټ مارک سيدويل
د افغانستان د پاره د ناټو ملکي ډيپلوماټ مارک سيدويلانځور: Silvera Padori-Klenke

بريتانوي ډيپلومات Mark Sedwill وويل: په داسي حال کي چي د ياغيانو «ځيني مهم مشران» ښايي د کابل د حکومت سره د روغي جوړي دپاره تياروي، خو دا چي داسي ژر دي د کړکيچ د سوليز حل دپارهيلي وسي، تر اوسه لا ډير وختي دي.

Sedwill په واشنګتن کي يو خبري کنفرانس ته وويل: «موږ لا تراوسه د نطفې تړلو په پړاو کي يو.» هغه زياته کړه: « د مفاهمې چينلونه پرانيستي دي. خو زه ګمان نه کوم چي موږ دي د رښتينو خبرو اترو پړاو ته رسيدلي يو.»

ډيپلوماټ يادونه وکړه چي داسي نښي نښانې نه ښکاري چي طالبان دي تر نهه کلني جگړې وروسته دې ته چمتو وي چي په سياسي خبرو اترو کي دي گډون وکړي. خود «هغوی په ليکو کي مهم مشران سته چي د جګړې څخه ستړي سوي دي او ښايي وغواړي چي د ټولني په منځ کي د يوې راتلونکي په هکله فکر وکړي.»

د ناټو د نوموړي لوړ پوړي ملکي ډيپلومات دغه يادوني د جنرال ډيويډ پيتريياس د هغو تبصرو غبرګون دی چي پرون يې فرانس پرس ته وويل: په افغانستان کي د بغاوت ځينو کوچنيو ډلو چمتوالی ښودلي چي خپلي وسلي پر ځمکه کښېږدي او د افغانستان حکومت د طالبانو سره د خبرو اترو په « ابتدايي پړاو» کي دی.

جنرال پيترايس وويل: «دا ډيرډيرابتدايي ګامونه دي، زه نه غواړم چي هغوی ته د خبرو اترو نوم ورکړم، کيدای سي چي ووايم دا ابتدايي بحثونه دي.»

په افغانستان کي د ناټو ملکي ډيپلومات، Sedwill په واشنګټن خبري غونډي ته وويل چي د روغي جوړي خبري« يوه کړکيچنه پروسه ده، دا چي د هغوی د مشرانو څه شمير به تر پايه پوري دا پروسه تعقيب کړي او د ځان سره د ياغيانو مهم عناصر يا ټولګي ملګري کړي، زما په نظر دا به ددې وروسته معلومه سي.»

هغه وويل چي ياغيانو ته د جمهورريس حامد کرزي وړانديز ډيره ښه موقع چمتو کړې، يوازي دومره غواړي چي له زور زياتيو او ترور څخه لاس واخلي او اساسي قانون ومني.

کرزي د سولي يوه 66 کسيزه عالي شورا جوړه کړې تر څو د طالبانو سره په روغه جوړه کي مينځګړيتوب وکړي. کرزي د نوموړي شورا غړي پورن اعلان کړل.

خو کرزي په عين وخت کي خبرداري وکړی، که چيري هغوی جګړي ته دوام ورکړي نو« زموږ له خوا به تر سختو فشارونو لاندي ونيول سي.»

د افغانستان دپاره د ناتو ملکي لوړپوړي ديپلومات، Sedwill په واشنګتن د امريکايي چارواکو سره وليدل ترڅو له هغو سره په لزبن کي د ناتو د نومبر د مياشتي د سر مشريزي څخه د مخه د افغانستان د لانجي په اړه سلا مشوري وکړي. په دغي سرمشريزه کي د ناتو مشران د افغانستان روان ستراتيژي ترغورلاندي نيسي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل